په چين کې چاودنې ۳۱ کسانو ته مرګ - ژوبله اړولې ده

روهي (جمعه/۲۲ د چنګاښ)، د چين په (سیچوان) ايالت کې انرژي توليد کوونکو موادو په يوې کار خونې کې چاودنې ۱۹ کسان وژلي او ۱۲ نور يې ټپيان کړي دي.

د چېن دولتي رسنۍ (شینهوای) ويلي، چې د چاودنې له امله د دغه کمپنۍ درې پوړيزه ودانۍ سوځېدلې ده او د شااوخوا ودانيو ښېښې ماتې شوې دي.

له چاودنې وروسته اور لکېدلی، چې له څو ساعتونو وروسته د کنټرول لاندې راوستل شوی دی.

د دغه کيمياوي موادو د چاودنې لامل تر اوسه نه دی په ګوته شوي، خو پلټونکې او ژغورنکې ډلې سيمې ته رسيدلې دي.