اوس معلومه شوه؛ چې د سولې اصلي دښمنان څوک دي!

 
افغان حکومت په دې ورستيو څو کلونو کې د طالبانو سره د روغې جوړې په تړا خپلې هلې ځلې ترپخوا ډيرې ګړندۍ کړي او په افغانستان کې د دايمي سولې او پايښت لپاره يې په ځلونو ځلونو په بېلابیلو هېوادونو کې غونډې او کنفرانسونه جوړ کړل.
 
په دې برخه کې په تېرو کلونو کې له طالبانو سره د سولې لپاره د افغان حکومت او ځینو خپلواکو بنسټونو له لوري ګڼې هڅې وشوې او په بېلابېلو هېوادونو کې د سولې د خبرو د پیل په موخه غونډې وشوې، چې د وروستيو دريو کلونو مهمې يې د چين په ارومچي، د اسلام‌اباد په مري کې. دغه راز په کابل او اسلام‌اباد کې څلوراړخیزې غونډې او د کابل پروسې دوې ناستې او وروستۍ يې هم د اندونیزیا او سعودي ناستې وې؛ خو تر دې دمه د بېلابېلو لاملونو له کبله هېڅ یو ګام هم د سولې د خبرو د پیل لامل نه دی شوی ځکه، چې دا ټولې ناستې او غونډې د طالبانو لخوا رد شوي او دغه هڅې يې د بهرنيو هېوادونو توطیې بللي.
 
خو دا باید هېره نه کړو، چې په دې ورستيو دوو د سعودي او اندونیزیا په کنفرانسونو کې د سولې د راتګ ډيرې هيلې وي او د طالبانو هم دا توقع او تمه کيدله، چې دوی به په یادو ناستو کې ګډون کوي او پريکړې به يې ورته د منلو وي، خو داسې ونه شول هرڅه برعکس شول. طالبانو دا او نورې ټولې ناستې د وخت ضایع کول او بهرنۍ توطیې یادې کړې او په افغانستان کې يې د جنګ په دوام ټینګار وکړ.
 
افغان دولت په اندونیزیا کې د دیني عالمانو د درې‌اړخیزې ناستې څخه هیله دا وه، چې په دغه ناسته کې به د افغانستان روانه جګړه ناروا او حرامه وبلل شي، کوم څه چې په دې ناسته کې په صراحت سره ونه ویل شول.
د افغانستان د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار د دینې عالمانو د دغې ناستې له پایلو ناخوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه، چې د تمې خلاف د دیني عالمانو په دې غونډه کې د افغان جګړې د حرام ګڼلو په اړه فتوا صادره نه شوه. له همدې کبله نوموړي هيله ښودلې وه، چې په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو د عالمانو په ناسته کې به دغه فتوا صادره شي.
 
په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو دیني عالمانو د افغانستان د سولې په اړه په خپره کړې اعلاميه کې د افغانستان روانه جګړه ناروا وبلله او په کې پر وسله‌والو طالبانو او افغان حکومت غږ وشو، چې سولې ته سره کېني او هم له اسلامي هېوادونو غوښتنه وشوه؛ چې په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.خو په اوس‌مهال کې د افغان جګړې پېچلتیا او وضعیت ته په کتلو سره داسې ښکاري، چې د دې جګړې پای ته رسېدل د دینې عالمانو په ناستو او فتواوو سره ناشوني ده. 
 
ځکه چې د افغان حکومت په داخل کې داسې کړۍ او ډلې دي، چې هغوی په لوی لاس په هېواد کې روانې جګړې ته پوکی ورکوي او په مستقیمه توګه همدغه مافیايي کړۍ د ايران او پاکستان لخوا سپورټ او حمایه کیږي. دغه کړۍ د افغانستان په بد وضعیت او بې ثباتۍ کې خپلې نا مشروع ګټې خوندي ویني او هيڅکه نه غواړي، چې په هېواد کې دې د جګړې لمن ټوله شي.
 
په هر حال پاکستان او ایران د افغانستان په جګړه کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول دخیل دي او هېڅکله نه‌غواړي چې په دې هېواد کې جګړه پای ته ورسېږي او سوله تأمین شي.د تهران او اسلام‌اباد په ياده غونډه کې نه ګډون وښوده چې په افغانستان کې سوله نه، بلکې د جګړې دوام غواړي.د سعودي عربستان په کنفرانس کې د ایراني عالمانو نه‌ګډون او د پاکستاني عالمانو کمرنګه ګډون په افغانستان کې د خلکو ترمنځ گن شمير غبرګونونه او پوښتنې راولاړې کړې دي.
 
د افغانستان په اړه د سعودي عربستان په جدې ښار کې دوه ورځنی کنفرانس د سې شنبې او چهارشنبې په ورځ د دې هېواد په مکه مکرمه او جده کې پیل شوی وو.په دې ناسته کې د افغانستان د دیني عالمانو تر څنګ له ۳۵ د زیاتو اسلامي هېوادونو دیني عالمانو برخه اخیستې وه او د افغانستان د سولې په اړه يې بحث او خبرې وکړې.
 
په یاده غونډه کې د کعبې شریفې (مسجد الحرام) امام د افغانستان روانه جګړه فتنه وبلله او ویې‌ویل د دې هېواد وضیعت نور د زغملو نه‌دی او باید دغلته جګړه ژر تر ژره ودرول شي.د کعبې شریفې امام همدارنګه وویل چې امن او ایمان له یو بل سره تړلي دي.
 
په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو دیني عالمانو د افغانستان د سولې په اړه په خپره کړې اعلاميه کېد افغانستان روانه جګړه ناروا بلل شوې ده.په دې اعلامیه کې پر وسله‌والو طالبانو او افغان حکومت غږ شوی، چې سولې ته سره کېني او هم له اسلامي هېوادونو غوښتنه شوې چې په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
 
خو وسله‌والو طالبانو بیا د سعودي پر کنفرانس انتقاد کړی او دا یې د امریکا په ملاتړ جوړ شوی کنفرانس بللی دی.د دې ډلې له‌خوا د دوشنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې ټینګار شوی چې په افغانستان کې به د بهرنیو ځواکونو پر ضد جګړې ته دوام ورکړي.
 
د طالبانو د دې انتقاد سره هم مهاله پاکستاني او ايراني دیني عالمانو ونډه په دې کنفرانس کې کمرنګه او په نشت حساب وه، ځکه چې یوازې د پاکستان هېواد څخه يو ملا امام راغلی وو او د ایران حکومت خپل دیني عالمان په نامعلوم دلیل یادې غونډې ته نه دي پريښودي.
 
ایران او پاکستان په شکل د اشکالو د افغانستان په مسایلو کې دخیل دي. د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په دې ناسته کې د ایراني عالمانو نه‌ګډون او د پاکستاني عالمانو کم‌رنګه ګډون دا په ډاګه کوي چې له بده مرغه زموږ ګاونډيان د افغانستان په اړه نېک نیت نه‌لري، که د افغانستان په مسایلو کې زموږ ګاونډي هېوادونه مرسته ونه‌کړي زموږ ستونزه به همدا ډول دوام ولري او هيڅ کله به په سيمه کې روان وضعیت او ناامني کابو نشي.
 
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د افغان وسله‌والو مخالفینو په ځانګړي ډول د طالبانو په ملاتړ تورن دی او افغان چارواکي وايي چې د افغان سولې په مساله کې د دې هېواد مرسته حتمي او ضروري خبره ده.دغه‌شان د ایران نوم هم د وسله‌والو طالبانو د مرسته کوونکي هېواد په توګه یادېږي او افغان او امریکايي مقاماتو ویلي چې تهران له دې ډلې سره مالي او نظامي مرستې کوي.
 
خو د کعبې شریفي امام د سعودي عربستان په کنفرانس کې د افغانستان جګړه فتنه یاده کړه او ویې‌ویل هر څوک چې نه‌غواړي دغه جګړه پای ته ورسېږي د شیطان لاره تعقیبوي.
 
د ایراني او پاکستاني د دیني عالمانو د نه ګډون په هکله بايد اسلامي هېوادونه چوپ پاتې نشي او ددې هېوادونو په هکله باید هم يو طرحه وړاندې او جوړه کړي، ترڅو له مخې يې د دواړو هېوادونو سره هر راز سوداګریزې او ډیپلوماتیکي اړیکې پرې کړي.
 
که چيرته د اسلامي هېوادونو له لوري یادې طرحې عملي شي نو ګټه به يې نړیوال امنیت او په خاص ډول افغانستان ته زیاته وي. ځکه چې همدغه دواړه هېوادونه دي، چې د افغانستان په بې ثباتۍ او ناامنۍ کې په مستقیمه توګ لاس لري او په يو نا يو ډول د افغان طالبانو ترڅنګ په هېواد کې مافیايي ګړۍ په سیاسي، اقتصادي او مالي لحاظ حمايه کوي.
په افغانستان کې د تل پاتې او پاېدارې سولې د راتګ په هيله!