
په یو هیواد یا ټولنه کې ځوانان تر هرچا زیات د هغه سیمې مسؤولیت په غاړه مني، خو زمونږ ځوانانو خپل راتلوونکي لپاره اراده په مل ملینو پوښونو کې نغښتې او تر ټولو پڅ دریځ يې غوره کړی وي، چې نتیجه يې اکثره منفي وي او له امله يې ډيری ځوانان نشي توکو یا په نورو بداخلاقیو روږدي شي. دا چې د افغاني ټولنې غړي یو د هیواد روان امنیتي او اقتصادي حالت، ټولنیزو او کلتوري محدودیتونو ځوان ملا ماتیدو ته جوړه کړې.
هغه وخت يو ځوان ته نورمال ويلی شو.
• چي کس خپلې وړتياوې وپيژني
• دژوند ستونزو ته لاره چارې پيداکړی شي
• ګټور کار وکولی شي
• ټولنه کی فعاله برخه ولري
ددې لپاره چې د یادو ستونزې ته په بشپړ ډول د پائ ټکی کیږدو,باید ځینو سپارښتنو ته د تندي ګنځې هوارې کړوو.
۱)پر ځان باور
یو له سترو خنډونو په ځان او نفس نه باور درلودل دي، چې د ټولنې هر وګړی يې له ګړنګه غورځولی چې همدا يې د کمزورۍ ټکی دی.ځوان په مټو قوي او په اراده کلک دی، خو د باور سودا يې په ګرم بازار کې بایللې، همدې لپاره باید تر هر څه د مخه په ځان د باور فضا خپره کړي.
۲)کلک هوډ او زحمت
کله چې يو کس خنډ سره لاس ګریوان شي,مخې ته يې ډيرې ناهیلۍ دریږي,ډيری وخت د هغه کار د ترسره کولو لاس په سر کیږي,او د مخکې تګ لار يې اغزنه شي.
خو کلک هوډ او زحمت يې پولادي دیوالونه نړولی شي,نو زحمت ویستل باید له میږي ذده کړوو چې هر ځل غورځیدو سره بیا پورته کیږي.
زحمت په اړه( زوایګ)وايې"هر څومره چې همت لوړ وي,هغه مقام چې ترلاسه کوي تل پاتې او لوړ وي".
۳)مثبت فکر درلودل
زمونږ ډيری ځوانانو فکر د مثبت پر ځای منفیاتو ته ډير جلب شوي,که چیرې د اوبو ګيلاس نیم وي نو ددې پرځای چې ووايو ګيلاس نیم تش دی,باید وویل شي ګيلاس نیم ډک دی,مثبت فکر درلول مو د پرمختګ په لور یو ګام نور نیږدې کوي.
۴)چاپیریال مطالعه
هر وګړی په خپل چاپیریال کې د ډيرو مثبتو او منفي کړنو شاهد وي، چې مستقیماً د انسان په روان اغیز لرلی شي,خو بریالی هغه څوک دی له منفیاتو ذده کړه او مثبتې کړنې په ځان عملي کړي.
۵)د ښو او بدو تحلیل
زمونږ په ټولنه کې ډيری داسې انسانان اوسي چې د یو خبره بل ته رسوي,که چیرې مونږ دداسې کړنې سره مخ شو عکس العمل به مو څه وي؟
که د داسې کار سره مخ شو باید له ډير احتیاط نه کار واخلو او له هر اړخه دغه شخص او رارسیدلې خبرې څیړنه وکړو.
(پوهان باخ) وايې"احتیاط یوازې د بوډا لپاره ندی,که ځوان احتیاط وکړ,نو زر به بوډا نشي".
۶)فرصت نه ګټه اخستل
یو ځوان باید فرصت ته لکه د ښکار ویښ ناست وي او په هیڅ صورت يې له لاسه ورنکړي.
"د بشر لپاره لویه بدبختي,له فرصتونو ګټه نه اخستل دي"(ګاریبالدي)
"د فرصت څخه استفادې لپاره درې شیان مهم دي.تجربه,چټکتیا او دقت"(ایزنهاور)
"ځوان د فرصت په قدر نه پوهیږي او بوډا فرصت نلري"(ژان ژاک روسو).
۷)اخلاق
که د اخلاقو تعریف ته زیر شو پدې به وپوهیږو چې د ژوند تیرولو لپاره اخلاق څومره بهترینه وسله ده.
د یو کوچني یا مشر بداخلاقي د زغم وړ ده، خو د یوه ځوان بد اخلاقي د هغه د وروستو سلګو په معنا ده او په هیڅ صورت د منلو وړ نده.
نو باید ځوان د اخلاقو ګيډۍ اوسي.