
له هغه ورځې چې د ملي يووالي حکومت منځته راغلی,ولس له بیلا بیلو اندیښنو سره مخ شو او د جان کیري په لاس جوړ حکومت غیر قانوني او نامشروع وبلل شو.د واک په لومړيو شپو ورځو کې حکومت د ډيرو ننګونو سره مخ ؤ,ځکه چې بنسټ يې د مصلحت له مخې ایښودل شوی ؤ.چې تر ډيره دغه اندیښنه پرځای وه.
بهرنی سیاست!
د ولسمشر بهرنۍ پالیسۍ په نړیواله کچه د پاکستان دوه مخی سیاست,تروریستانو سره همکاري په نړیواله کچه د پاکستان ارزښت د پښو لاندې کړ.چې سخت اقتصادي رکود سره مخ شو,دغې کړنې د پاکستاني سیاستوالو چغې تر اسمانه ورسولې,حتا ځینو يې له قهره په افغانستان کې د پاکستان مداخلې په خپله خوله اقرار وکړ. د ولسمشر بل لوۍ کار دپاکستاني توکو پر وارداتو اتکا تر ۷۰ فیصده راکمه او په بدل کې د نورو هیوادونو سره په کم لګښت تړونونه لاسلیک کړ چې دې کار د پاکستان اقتصاد ملا ماته کړه.
د ځینو رسنیو په حواله پاکستان کې اوس مهال شاوخوا پنځه زره فابریکې فلج شوي چې دا به د پاکستان اقتصاد په تاریخ کې لومړۍ لویه کچه وي.
هغه هیواد چې پاکستان يې د خپلولو زرین خوبونه لیدل اوس يې بچی بچی د ولسمشر نه کرکه لري.
داخلي سیاست!
په لومړیو درې کلونو کې د ولسمشر داخلي تګلاره سل په سلو کې د ناکامۍ سره مخ وه,ځکه د پخواني ولسمشر حامد (کرزي) د دورې پاتې شونو د نظام کمزورۍ کې خپله بقا لیده.دوۍ داسې فکر کاوه چې د کرزي د خزانې ناوه به د اشرف غني په دوره کې هم پر دوۍ بهیږي او د حکومت څرخ به همدوۍ تاوه وي,خو خبر نه وو چې هر څه به يې خلاف راڅرخي,او د سیاست له دایرې به بهر کیږي.
جنګسالارانو او مجاهدینو وضعیت!
ولسمشر غني د داخلي جنګسلارانو لمنځه وړلو لپاره ډير نرم دریځه کار اخلي.لومړی يې یو شمیر د حکومت نه بهر او ځینې نور په سیاست کې ایسار کړل.
او چا چې دجهاد په نوم بونس اخیسته,هغوۍ ته يې د بدلو مالک وروښود "جهاد مو دالله لپاره کړی,بدله به يې هم الله درکوي".
لومړی:لوۍ خونخوار دوستم بښنې ته اړ ایستل او بیا په سیستماتیک ډول له هیواده ورکول,د حکومت شریک باڼی ډاکتر عبدالله بې صلاحیتي، د بلخ والي عطامحمد نور له واکه غورځول، په لومړي ځل وزیر محاکمې تر پنجرې کشول او د مسعود کورنۍ په تدریجي ډول له دندې ګوښه کول د یو ځیرک ولسمشر کار بللی شو,دا هغه څوک ؤ چې حکومت د سوال پیسو ویالې ددوۍ اکاونټونو ته سمې وې.
دوهم: په لومړي ځل طالبانو ته له حده زیات نرمښت، چې په تیرو شپاړس کلونو کې يې ساری نه لیدل کیږي.
طالبان د یو سیاسي ګوند په صفت منل، ټاکنو کې د مشارکت بلنه، تورلیست نه د ځینې طالبانو مشرانو ویستل,په ورستۍ ۱۷ کلنه جکړه کې د لومړي ځل لپاره لنډمهاله اوربند او د حزب اسلامي سره روغه جوړه د سولې لپاره د ولسمشر کلک هوډ ښکارندويې کوي.
دریم:ولسمشر لومړي ځل لپاره د لیوانو ښکار ته لاس واچوو,چې تر هر څه اړین ماموریت دی. په وروستۍ يوه اونۍ کې درې مهم غړي قیصاري او د فوزیه کوفي ورور يې لومړني قربانیان شول او ددې لړۍ د دوام ګواښ يې هم وکړ. دا چې د سیاست مخ او څټ ندی معلوم راتلوونکي ته به په طمعه پاتې شوو.