له ماشومتوبه به راته پلار مور ویل، بچیه راشه ورسره مینه وکړه که یو ځل د مینه ورسره پیدا شوه باور د وشه چې هغه به تاسره د مرګ تر وخته ملګری وي او تل به درته نیکه او مثبته لار ښایي، خو ما باندې به دغه خبرو دومره تاثیر نه درلود او یوه ثانیه وخت به مې نشوی ورسره تېرولی، کله به چې ورسره کېناستم او خبرې به مې ورسره پیل کړې هغه به تل راته ښې خبرې کولې خو پر ما به هره ثانیه سات ګرځېد، زړه به مې ورسره تنګ شو او بیرته به ترې همداسې جګ شوم او دی به مې هملته پر ځای یوازې پرېښود. بیا به مې پلار ویل زویه! ته راشه ورسره خبرې وکړه چې دی درته څه وایي که یوه خبره یې منفي درته وکړه نو بیا بیخي ورسره خبرې مکوه، خو ډیر راته شله شو ویل ته خو یو ځل خبرې پیل کړه! ما هم د پلار خبره همداسې وانه غورځوله او ورغلم ورسره کېناستم، همداسې خبره لکه پلار به مې چې ویل هره خبره یې یوه د کاڼي کرښه وه هرې خبرې ته مې یې فکر کولو، څومره یې چې خبرې زیاتولې همداسې مې یې له خبرو خوند اخیست، ډیر ورسره کېناستم هېڅ نه ستړی کېدا او نه هم رانه پتنګ کېدلو او جالبه دا وه چې ټولې خبرې یې راته په زړه پورې کرځېدلې، لنډه دا چې داسې پرې مئین شوم چې به له ده څخه مې یوه شېبه هم همداسې نه تېرېدله! چې راسره به وو داسې فکر مې کولو چې ټوله نړۍ زما سره ده، هیڅ د یوازیتوب احساس به نه وو راسره، ډیری وخت به چې د شپې راسره نه وو، نو هېڅ خوب به نه راتللو لټ په لټ به کېدلم خو کله به مې چې تر خوا وو او ورسره خبرې به مې کولې نو تل به ارامه وم، یوه ګړۍ مې هم همداسې یوازې نه شوی تېرولی کله به مې چې ترڅنګ نه وو زړه به مې تل په تنګ وو، او د یوازیتوب احساس به مې کولو، اوس یې هر وخت هره ګړۍ راسره په څنګ کې ګرځوم، ډیر تر ې خوښ یم دا ملګری مې کتاب دی!
کتاب د ژوند تر ټولو ښه ملګری.
وروستي