
روهي (درې نۍ/۱۹ د چنګاښ)، د پاکستان پخوانی ولسمشر آصف علي زرداري او د نوموړوي خور (فریال طالپور) د پيسو د مېنځلو په قضيه کې د د فدرال د څړنيز آژانس (FIA) له خوا ممنوع الخروج اعلان شوي دي.
د جيونيوز په نوم د يو پاکستاني ټلوېزون د خبر له مخې، د فدرال څنړيز مرکز ويلي، چې زرداري او د هغې د خور ترڅنګ شپږ نور کسان هم د ۳۵ مېلېارده پاکستانۍ پيسو د مېنځلو په قضيه کې تورن پېژندل شوي دي.
دغه ادارې ويلي، چې د پخواني ولسمشر آصف علي زرداري ترڅنګ په دغه قضيه کې د ۳۲ په شااوخوا کې بانک لرونکي، سياسيون او نور کسان هم شامل دي.
د اصف علي زرداري په اړه دا څرګندونې په داسې وخت کې کيږي، چې د پاکستان د احتساب يوې محکمې په پخواني لومړي وزير نواز شريف، د هغې پر لور مريم نواز او د نوموړي پر زوم کپيټان صفدر د بند حکم کړی.