د سعودي عربستان ناسته او د افغان حکومت ګلجاني هڅې؛ بې ګټې ښکاري!

د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغانستان د روانې جګړې په اړه ددیني علماوو ناسته کې به روانه شخړه له دیني اړخه وارزول شي.

د مالوماتو له مخې، چې سعودي چارواکو د یوسف العثیمن په لاسلیک ځینو علماوو ته بلنلیک استولی او په غونډه کې یې د ګډون بلنه ورکړې. د سعودي چارواکو په یاد لیک کې د افغان حکومت او بهرنیانو پر وړاندې ټولې جنګیدونکې وسلوالې ډلې ترهګرې بلل شوې او ویل شوي چې په غونډه کې به له دیني نصوصو ټول هغه تعبیرونه رد کړي، چې جنګیدونکې وسلوالې ډلې یې د متجاوزو کفارو پرضد وړاندې کوي.

د راپورونو له مخې د غونډې مهم ویناوال به شیخ عبدالرحمان السدیس او د مصر مفتي شیخ شوقي ابراهیم اعلام وي، چې د روانې جګړې پر څرنګوالي به خبرې وکړي.

دا غونډه په جده او مکه مکرمه کې د روانې میلادي میاشتې پر لسمه او یوولسمه، چې د چنګاښ له ۱۹ او ۲۰ سره برابره ده ؛ جوړیږي او په افغانستان کې به د روانې جګړې په څرنګوالي به پکې بحث وشي.

اټکل داسې دی، چې د نړۍ د ۵۵ اسلامي هېوادونو لسګونه دیني عالمان د لومړي ځل لپاره په جده او مکه کې را ټولیږي او په افغانستان کې د روانې جګړې او روان تاوتریخوالي په اړه به ښکېلو خواوو ته ځانګړې سپارښتنې وړاندې کړي.

لومړۍ غونډه په جده ښار کې کیږي او دویمې غونډې ته په مکه مکرمه کې چمتوالی نیول شوی دی. په دې دوه ورځنۍ ناسته کې به ګډونوال د اسلامي جهان د خير او په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په اړه پوره خبرې وکړي.

دا غونډه له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل او افغان حکومت لپاره ډېره مهمه ده ځکه، چې سعودي عربستان هغه کلیدي هېواد دی، چې طالبان په اسانۍ د سولې مېز ته کینولی شي او افغان حکومت باید هم د همدغه چانس څخه عظمي استفاده وکړي.

افغان دولت له کلونو راپدیخوا له وسلوالو طالبانو سره د سولې د خبرو هڅې کوي؛ ترڅو طالبان د سولې مېز ته راکش کړي، خو تر اوسه وسلوالو طالبانو له افغان حکومت سره خبرو ته لیوالتیا نه ده ښودلې.

بله مهمه خبره دا ده، چې په دې ناسته کې بايد د نړۍ دیني عالمان پاکستان حکومت ديته واداره کړي، چې د افغان سولې په برخه کې فعاله او مهمه همکاري وکړي، ځکه چې دوی د افغان طالبانو سره ډېرې نېږدې اړیکې لري. بلخوا د پاکستان ترڅنګ د طالبانو بل مهم ستراتيژیک او ملاتړی ملګری سعودي دی، چې د بل هر هېواد د افغان طالبانو سره ښيې پخې اړیکي لري.

له طالبانو سره د سعودي عربستان په همکاریو سترګې نه‌شي پټېدای، خو په دغې ناسته کې باید پر پاکستان فشار راوړل شي چې د افغانستان په برخه کې خپل رول ادا کړي او د دوه مخۍ تېر شي.

ددې ناستې ارزښت په دی کې نه دی چې د اسلامي نړۍ علما‌ء د وحې په ځمکه کې راټولیږي ترڅو هغه جنګ، چې جهاد بلل کیږي باطل اعلان کړي او یايې حرام او ناجایز وبولي. ددې ناستې ارزښت دادی چې سعودي عربستان د ایډیالوژیکي او مذهبی نظره د تکفیرې جریانونو او بین المللي تروریزم څخه پراخ مالي او تسلیحاتي ملاتړی هېواد دی او په افغانستان کې د جنګ د تغذیې او تامین یوه مهمه سرچینه بلل کیږی.

د طالبانو سیاسي رژیم په افغانستان کې یواځې درې هیوادونه په رسمیت پیژندلی وو لکه پاکستان، سعودي عربستان او عربي متحده عرب امارات. په عین حال کې د ریاض رژیم، په سیمه کې د تروریزم څخه مستقیماً ملاتړ کوي؛ هغه تروریزم چې په سیمه او افغانستان کې خپلو مقاصدو ته د رسیدو لپاره د وینې تویونې، تفرقه اچونې او نورو نارواو لارو ګټه اخلي.

دا رژیم په عینې حال کې د اسراییلو د بدنامه رژیم سره هڅه کوي، چې خپل فرقه ګرایانه مقاصد په اسلامي نړۍ او په خاص ډول افغانستان کې مخته یوسي. دا په دی معنی نه ده چی سعودي رژیم نور په افغانستان کې د تروریزم څخه ملاتړ نه کوي، بلکې ددغې ناستې د داېرولو ترشاه ډېر نادره او وینه زبيښونکې رازونه پراته دي!

په سعودي عربستان کې د دینی علماوو ناستې څخه غوښتنې دادي چی لږ ترلږه ددې اقدام پایلې مثبتې راوباسي او ریاض دیته وهڅوي ترڅو په افغانستان کې د تروریزم مالي او تسلیحاتي ملاتړ څخه لاس واخلي او د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې په برخه کې ورستۍ هڅې په رسميت وپيژني. که داسې وشي او سعودي دې برخو ته غاړه کیږدي، نو د یادې ناستې پايلې به ترپخوا ډېرې ګټورې وي.

وسلوالو طالبانو د عربستان د غونډې په اړه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي، چې دیني عالمان په دغه ډول غونډو کې د ګډون پر ځای باید له افغان ملت سره د همکارۍ او یارۍ فکر وکړي او ورته د مرستې لاس ورکړي. طالبانو وار له مخه دا ډول ناستې د امریکا له لوري د فشار هغه لړۍ بللې، چې جنرال نیکلسن يې څو میاشتې وړاندې یادونه کړې وه.

د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو او سولې د ټينګښت لپاره په سیمه ییزه کچه دا هڅې په داسې حال کې پیل شوي دي، چې ټاکل شوې په بروکسل کې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې د ناتو غړیو هېوادونو سرمشریزه هم جوړه شي او په دغه ناسته کې به د افغانستان د کړکیچ پر حل او د ناټو پر راتلونکي رول مهمې پرېکړې او بحثونه وشي.

اوس پوښتنه دا ده، چې افغان حکومت او متحدین يې څه غواړي؛ يو خوا خلکو ته په خوله کې شات ورکوي بلخوا بیا ورته په ډوډۍ کې زار اچوي. هلته يې د سولې هڅې پیل کړي، ترڅنګ يې د بیګناه انسانانو قتلونو ته زور ورکړی.

په ورستېو څو ورځو کې د افغانستان په ګوټ ګوت کې افغان او امریکایي ځواکونو پر ملکي اهدافو بریدونه زیات کړي. د خوست له غمیزې وروسته چې د یوې کورنۍ ۵ غړي پکې ووژل شول، د هلمند په بهرامچه، لو ګر او ننګرهار کې د ولسي خلکو قتل عام ترسره شو، کورونه یې وسوزول شول او شتمنۍ یې لوټ شوې. دا هغه څه دي، چې په ورته وخت کې د سولې هڅو سره هم مهاله پېل شوي دي.

نو که دا وړۍ شړۍ روانې وي، فکر نه کوم، چې د سعودي او ديته ورته نورې ناستې افغان طالبان د سولې مېز ته کینوي. زما په اند دا د وخت ضایع کول دي او د افغان حکومت وروستۍ هڅې هم ګلجاني ښکاري.