دغه څلور (۴) شنه (سبزۍ) وخورئ او له يوې مياشتې په کم وخت کې مو وزن کم کړئ
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
د عمر په بېلا بيلو وختونو کې يو شمېر خلک د خپل زيات وزن، چاغوالي او غټوالي څخه په تنګ وي او هڅه کوي، چې د روغتيايي ژوند لپاره خپل وزن کم کړي. ډېر وزن په رېښتا هم ستونزه او ناروغي ده. ډېر شمېر ناورغۍ د اضافي وزن د شتون په وخت کې منځ ته راځي او يا هم د زيات وزن له امله د يو شمېر ناروغيو درملنه مشکله او ډېر وخت په بر کې نيسي.
له ماشومانو نيولي، بيا تر ځوانانو او ډېر عمر لرونکو کسانو پوري، ټول هغه خلک چې له ټاکلي او روغتيايي حد څخه ډېر وزن لري، د ورځني ژوند چارې يې له کړاو سره مخ وي او په روغتيايي ډول سره زوريږي. د وزن د کموالی په موخه غټ او چاغ خلک له درملو نيولو بيا تر يونايي او تمرينې حل لارو پوري هڅې کوي، خو هغه ډول پايله نه ورکوي، د کومې چې توقع کوي.
په دې لېکنه کې څلور (۴) شنه (سبزۍ) درته په ګوته کوو، که په منظم ډول سره وخوړل او عملي شي، نو له يوې مياشتې په کم وخت کې به اضافي او زيات وزن له منځه يوسي.
۱- ګازرې: ګازرې که پخې شي، خامې وخوړل شي او يا هم له نورو خوړلو سره ګډې شي، د وزن د کموالي په برخه کې ښه مرسته کوي. ګازرې له ويټامينونو او منرالونو خالي نه دي، خو هغه څه چې د زيات وزن لامل کيږي په ګازرو کې په نشت حساب دي. ډېر وزن لرونکي کسان دې، تر يوې مياشتې، د ورځې په هر هغه وخت کې چې دوی د خوراک اشتها ولري، ګازرې وخوري. له کم وخت وروسته به پوه شي، چې د ګازرو د خوراک په وجه يې اضافي وزن له لاس ورکړی او يا هم د کمېدو په حال کې دی.
۲-بدرنګ: دغه شنه په خپل جوړښت په ډېر شمېر سره اوبه لري او هېڅ ډول غوړ او يا خواږه يې په ترکيب کې نشته. بدرنګ د خوند له اړخ په زړه پوري دي، تنده هم ماتوي او د زون د کموالي ازارنه او غوره درمل دي.
۳- ګلپي: چاغ کسان دې د خپلې ډودۍ په رژېم کې په بشپړ ډول سره بدلون رامنځ ته کړي. دوی دې هڅه وکړي، چې د وريجو، کچالو او لوبيا پرځای پر خوړنځای ګلپي ولري. ګلپي غوړ او فايبري مواد نه لري، نو په کم وخت کې د چاغ کس زيات وزن کموالی او روغتيايي کولی شي.
۴- سلاد: تاسو به هم لېدلي او خوړلي وي، چې په سلاد کې څوګ غوښه، وريجې، کچالو، شيدې، غوړ او نور د زيات وزن سبب کېدونکي خواړه نه برابروي. په عمومي ډول او ورځني معمول سره، سلاد له شنو مرچو، بدرنګو، سره بانجانو، ګشنيزو، کرم، کاهو، ګندنې، پيازو او نورو سبزيو څخه جوړيږي. د سلاد په ډول د دغه شنو خوړل هم په زړه پوري او خوندور وي او هم د زون د کمښت لامل کیږي.
چاغ کسان دې غر مه او ماښام د سلاد خوړل تر يوې مياشتې د ځان عادت جوړ کړي، په بې باوره ډوله به د خپل زيات وزن څخه راحت او له روغتيا برخمن شي.
وروستي