
غواړم هغه درې دايرې ړنګې کړم ، چې زما له پرون ، نن او له سبا راچاپيره دي . دې درې دايرو زه تاته له ليکلو منع کړې يم .
زه غواړم د پرون په تجربه کې نن درته داسې څه و ليکم ، چې سبا يې ته د انا د افسانو غوندې د (( و نه و)) په شان په خوند خوند پيل کړې .