چې به باران ورېده
ماته رایادشي
اوډېرښه مې یادشي
چې هازموږپه غرني کلي به
کله شو خور
دبارانونوموسم
لارې کوڅې به
دسنځلوبوی په سرواخیستې
بس هرې خواته به
راووتل له باروماران
اوپه شغاربه کلیوال ورځینې ټول ویرېدل
یوازې زه وم
چې مارانوبه هم
راځینې لارې چپولې
اوخپل زهریې هم
په یوه بې وسه انسان نه وو
پیرزو
۱۳۸۹-۴-۲۰پیښور
مننه
مخکې له دې چې مې دقبر
په لمنوباندې
دغرنیوبوټوزړي
له سپیروخاورونه سروباسي
اوخلک هاخوا
له یوه بل قبرشکولې ترخې
زمادشناختې
ترڅنګ خښي کړي اولاړشي رانه
نویوځل راشه
درنه هیله کوم
چې په سلګوسلګوسلګو
درنه مننه وکړم
په جارپه زوره درته ووایمه
ماسره هېڅ نه وو بدل ستادراکړې مینې
۱۳۸۹-۴-۱۸
بادته!
باده سلام
باده سلام مې واخله
بس
یوه خبره مې په زړه کې ګرځي
زموږپه لویه هدیره چې کله کله راځې
زماپه قبرباندې وروتېریږه
زمادقبردبیرغ
دګلابي دستمال ته ډېرپام کوه
دامې دموردګوتونښه ده
بیانشته دي څوک
چې دلته راشي
اوزماپه قبر
یوه ورځ همداسې
یوه جنډه بنده کړي
۱۳۸۹-۴-۲۰ پیښور
سیوری
ته به یې وايې
خوزه دانه منم
چې دې اوس جوړهم دپخواپه شان وم
زړګی مې مات دی
لکه کاڼوکې لوېدلې اینه
دلیوني په څېر
بس منډې وهم
خپلولاسونوکې مې سیوری نیسم
۱۳۸۹-۴-۲۲پیښور
وروستي