په هندوستان کې يو شمېر خلک اوس د ولسمشر ټرمپ عبادت کوي

روهي (جمعه/۱۵ د چنګاښ)، د هندستان په يو شمېر سيمو کې ځايي اوسېدونکي د امريکا متحدو ايالتو د اوسني ولسمشر دونالډ ټرمپ عبادت کوي.

په رسنيو د دغه عبادت کوونکو يوه ويډيو خپار شوې ده، چې مذهبي مشر يې د خپلو نورو خدايانو په ډول د ولسمشر ټرمپ تصوير سپيڅلي يادوي او په درناوي سره يې د عبادت به صندوق کې ځای پر ځای کوي.

له دغه لومړيو مراسمو وروسته، د سيمې يو شمېر سپين سرې ميرمنې او ماشومان هم دغه عبادت ځای ته راځي او د ولسمشر ټرمپ د تصوير پر وړاندې عبادت کوي.

د عبادت په وروستيو کې ميرمنې او نارينه، د خپل ژوند مشکلاتو د حل په پار د ټرمپ تصوير ته دعا کوي او له هغې مرسته غواړي.

په هندو مذهب کې د دوی په اصلاح چې د خدايانو شمېر له سلګونه زره ډېر دی او د ځينو په عقيده، هر هغه څه چې دوی ګټه ورسوي، نو دوی يې عبادت کوي.