د افغان سيکانو وژل شوی مشر او نوماند (اوتار سنګه خالصه) وپېژنئ

د افغان سيکانو وژل شوی مشر او نوماند (اوتار سنګه خالصه) وپېژنئ
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

زوکړه او کورنی ژوند:
اوتار سنګه خالصه په ۱۳۴۵ لمريز کال ګې په پکتيا ولايت کې زېږدلی وو، چې د وژل کېدو پر وخت يې عمر ۵۲ کالونو ته رسېدو. اوتار سنګه خالصه اووه اولادونه لرل، چې څلور يې زامن او درې يې لورګانې دي. د اوتار سنګه خالصه مشر زوی (نرندر سِنګ) له روهي وېب پاڼې سره په خبرو کې ويلي، چې پلار څلور وړونه درلودل، چې يو په خپل مرګ مړ شوی او نور درې واړه په سره تور وژل شوي دي.

زده کړې:
اوتار سنګه خالصه د ماشومتوب دوره په پکتيا ولايت کې تېره کړې ده او د شيرعلي په نوم له يو ښوونځي څخه يې د دولسم ټولګي سند تر لاسه کړی وو. د (نرندر سِنګ) په وينا چې پلار يې له لوړو زده کړو سره مېنه درلودله، خو د کورنيو مسووليتونو او اقتصادي ستونزو له امله يې ونه شول کولی چې لوړې زده کړې تر سره کړي.

دندې:
- اوتار سنګه خالصه د ښوونځۍ دورې له فارغت وروسته په پکتيا ولايت کې د اهل هنودو په يو ښوونځي کې ښوونکی وټاکل شو.
- د ډاکټر نجيب په واکمنۍ يې پوځي دندې ته مخه کړه او د جګړنۍ تر رتبې يې د افغانستان د وسله وال پوځ په ليکو کې کار وکړ.
- د مجاهدينو او طالبانو حکومت په راتګ سره په کور کېناست او خپلې شخصي کار وبار يې پيل کړ.
- د اهل هندو د اوسنې سناتورې انارکلي هنريار له سناتورې وړاندې، د پخواني ولسمشر حامد کرزي له خو د ملي شورا په ۱۵ مه دوره کې د افغان - سيکانو او هندوانو په استازيتوب په مشرانو جرګه کې سناتور شو.
- له تېرو ۲۲ کالونو راهيسې په افغانستان کې د افغان - سيکانو او هندوانو عمومي مشر او استازی وو.
- د ۱۳۹۷ لمريز کال د پارلماني ټاکنو لپاره احتمالي نوماند هم وو.

اوتار سنګه خالصه د روانې اونۍ په سر کې، ننګرهار ولايت ته د ولسمشر غني د سفر په ترڅ کې هغه وخت په جلال اباد ښار کې ووژل شو، چې د ولسمشر غني په ناسته کې له ګډون وروسته د ښار په لور روان وو.

د اوتار سنګه خالصه مشر زوی (نرندر سِنګ) روهي وېب پاڼې سره په ځانګړې مرکې کې ويلي، چې د پلار له خوا ورته وصيت شوی وو، چې افغانستان يې مور او دوی يې بچيان دي. نو په همدې اساس د خپل پلار لار نه پرېږدي. نوموړی وايي، چې د پلار له مرګ وروسته به د هغې مسووليتونه په غاړوه واخلي او د نورو افغانانو ترڅنګ به خپل هېواد ته خدمت او چوپړ کوي. (نرندر سِنګ) وايي، چې هېواد او خپلو خلکو ته د خدمت په لار کې هر ډول قربانۍ ته تيار دي.

د وژل شوي اوتار سنګه خالصه مشر زوی، چې خپله هم په ياد بريد کې ټپي شوی وو، له عامو افغانانو او حکومتي چارواکو يې مننه کوله، چې په غم يې ځانونه ورسره شريک کړل، همدردي ورسره څرګنده کړه او د دوی تر کورونو او عبادت ځايونو ورغلل.

نوموړي د ياد بريد په اړه وويل، چې يو پلان شوی بريد وو او موخه يې افغان سيکانو وو. (نرندر سِنګ) له افغان ولسمشر غوښتنه وکړه، چې د برید په اړه جدي پلټنې تر سره کړي او ادعا يې وکړه، چې د بريد تر شا د ننګرهار والي او امنيه قومندان لاس وو، خو په دې اړه يې له شواهدو سره نور مالومات وړاندې نه کړل.

(نرندر سِنګ) په ټوليزو رسنيو کې هغه خبرې هم رد کړې، چې دوی افغانستان پرېږدي او غواړي په کوم بل هېواد کې پناه واخلي. نوموړي وويل، چې د هندوستان هېواد له خوا راته د سياسي پناه ويل شوي دي، خو افغانستان مو مور ده؛ نه پخوا کوم بل هېواد ته تللي یو او نه به هم اوس خپل هېواد پرېږدو.

د يادونې ده، چې تېره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني هم، د کابل په پروان کارته سيمه کې د دوی عبادت ځای ته ورغی او خپله غم شريکي يې ورسره څرګنده کړه. د اورتا سنګه خالصه مشر زوی (نرندر سِنګ) د ولسمشر غني په شتون کې، په افغانستان کې د ټولو هندوانو او سيکانو د استازي په توګه وټاکل شو.