که جنسي کمزورتيا لری، نو دغه څلور (۴) اسانه تمرينونه يې په کم وخت کې درملنه کوي
ژباړه: ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
جنسي ستونزې او ناروغۍ په هر عمر لرونکو کسانو کې، که نارينه وي او يا ښځينه شتون درلودلی شي. په ښځو او نارينو کې ګډې جنسي ستونزې او ناروغۍ؛ د جنسي اړیکو په اړه نه لېواليتا، د جنسي اړيکو په اړه ويره، پر ځان بې باوري، د جنسي اړيکو د تر سره کولو په وخت کې درد او نور دي. بيا په جلا ډول، د تناسلې آلې نه پورته کېدل، زر انزال او د مني کموالی د نارينه؛ شنډوالی، د جنسي اړيکو په وخت کې د درد احساس او د مياشتنۍ ناروغۍ ګډوډي په ښځو کې جنسي ستونزې او ناروغۍ دي.
پورته ناروغۍ او ستونزې دوه لوی لاملونه لري، چې يا به فزيکي لامل وي او يا هم روحي او ذهني. د فزيکي لامل په وخت کې پرته د وخت له ځنډ څخه، ناروغ کس بايد ډاکټر ته لاړ شي او که ستونزه ذهني او روحي وي، نو د درملو ترڅنګ نورې چارې هم شتون لري، چې ناروغ يې بايد تر سره کړي.
په دې لېکنه کې ځلور هغه تمرينونه درته په ګوته کوو، چې نارينه او ځوانان له جنسي کمزوري خلاصوي، کوم چې د خپلې ميرمنې سره د جنسي اړيکو د تر سره کولو وړتيا نه لري.
۱- د وزن پورته کول: په منظم ډول د غړو د ښکلا په کلب (جېم) کې او يا هم په کور کې او کار ځای کې، د وزن پورته کول په وجود کې د نارينه جنسي هورمون ( ټېسټوسرون testosterone) زيات وي. وزن په داسې طريقې سره پورته کړئ، چې د اوږو، ورنونو، سينې او لاسونو عضلې په حرکت راولي.
۲- يوګا Yoga: د يوګا تمرين تر ډېره هندي رېښه لري او په هغه هېواد کې ډېر دود دی. يوګا د انسان وجود انعطاف او تغير منونکی جوړوي. يوګا تمرين کولی شي، چې د وجود هر غړي ته حرکت وکړي او د وينې دوران په ښه ډول سره په جريان کې شي. د يوګا يو بله ګټه دا ده، چې د ښځې او خاوند لپاره جنسي اړيکې اسانوي او دوی کولی شي، چې له بېلا بيلو لارو دغه اړيکې تر سره کړي.
۳- ګړنډی قدم وهل: د هارورډ انسټېټيوټ د يوې څېړنې له مخې، چې د ۵۰ کالونو په شااوخوا کې په ۳۱ زره سړيو تر سره شوې وه، په ګوته کړه، چې په نارينو کې د ګړندي قدم وهل تمرين تر ۳۰ سلنه د تناسلي آلې د پورته کولو ستونزه او کمزورتيا له منځه وړي. د تيز قدم وهلو بله ګټه دا ده، چې د وينې رګونه پاک ساتي او د زړه د حملې مخنيوی کوي.
څېړنې په ګوته کوي، چې د تناسلې آلې د نه پورته کېدو په پار بايد، هره ورځ د ۳ څخه تر ۴ کېلو متره پوري تيز قدم ووهل شي، ترڅو دا ستونزه په طعبيي ډول سره حل شي.
۴- لامبو وهل: په نارينو کې د جنسي کمزورتيا او په ځانګړي ډول د زر انزال لپاره غوره درملنه لامبو وهل دي. د جنسي ناروغيو د ډاکټرانو په وينا چې لامبو وهل دوه ګټې لري. لومړي د انسان وزن کموي، چې ډېر وزن په خپله هم د جنسي اړیکو پر وړاندې يو خنډ او ستونزه ده. دويم دا چې د لامبو وهلو تمرين بيا د جنسي اړيکو په وخت کې د وجود تحمل او ثابتوالی ډېروي. مطلب دا چې، د جنسي اړيکو د تر سره کولو په وخت کې د ستړيا او بې صبرۍ ستونزه له منځه وړي.
دوی لارښوونه کوي، چې په يوه اونۍ کې درې ځلې او بيا د ۳۰ دقيقو لپاره لمبو وهل کولی شي، چې جنسي کمزورتيا له منځه يوسي او په اسانۍ دغه ستونزه حل کړي.
وروستي