سرچينې: په سوريه کې د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي زوی وژل شوی

روهي (څلورنۍ /۱۳ د چنګاښ)، د راپورونو له مخې د سوريې په (حمص) ښار کې د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي زوی وژل شوی دی.

په داعش ډلې پوري يوې اړوندې سرچينې ويلي، چې د ابوبکر البغدادي زوی (حذیفه البدري) په حمص ښار کې د النصری او روسيي جنګياليو سره د نښتې په ترڅ کې وژل شوی دی.

النصری جنګيالي د سوريې هېواد (علویان) دي، چې د ولسمشر بشرالاسد ملاتړي او کسان دي.

د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د زوی (حذیفه البدري) د وژنې په اړه نور ډېر مالومات نه دي ورکړل شوي.