داشعر حبيب کامران ته په سويډن کي ډالۍ کوم
روح تن مي اي جانانه دازادي سندري واي
هرهررګ مي پشتنود خبلواکي سندري واي
دشيدوسپيني ځوانئ ېي ولالي ته په سوغات کي
بياېي مست کړو اتڼونه تورپيکي سندري واي
بيااميل کي ورپه غاړه دوحدت دملغلرو
هغه دنګه کليواله غرڅني سندري واي
په سروګلوپوشل غواړي سندريزاي وطنوالو
بيابلبل په چيغوچيغواولني سندري واي
شنه توتيان نغمه نغمه وتوتکي هم په نڅاوه
غزل غزل وپزانن شاپيري سندري واي
خبل شائست درته بلادي اي دسروګلونو وني
زرپرست ليوني بياداځان ځاني سندري واي
سپيني پاڼي دتاريخ کړ ګل زريني زما لاليه
بياخوژه شپيلي دسولي غرني سندري واي
بياشين خال دازادي په تندي غواړي ګلورينه
پاڅه پاڅه الکوزيه ملالي سندري واي
په درناوي منان الکوزی کوټه
manan-al kozai@yahoo.com
وروستي