
دويم يادښت (۲)
پېنځه کاله مخکې چې کله د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو ټاکنې ترسره شوې او بيا د ټاکنو د قانون له مخې د ټاکنو ګډ دفتر له منځه لاړ او پر ځای یې د ټاکنو خپلواک کمېسيون رامنځته شو. د تګلارې له مخې بايد اوزار، وسايل او لاسوندونه د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته لېږدول شوي وای، چې له بده شامته د فساد، اختلاس او خیانت له امله دا کار و نه شو.
هغه وخت د عامې پوهاوي د څانګې مشري راترغاړې وه. د مسوول په توګه به مو چې د څه غوښتنه کوله هغو ته ځواب نه و.
د ټاکنو ګډ دفتر لوجستیکي او مالي چارې د ملګرو ملتونونو UNOPS ادارې پر مخ وړلې چې مشرې يې د يوه امريکايي په غاړه وې چې ګېرې نومېده.
د څو هغو ټکيو ته اشاره کوم د فساد په وړاندې د مبارزې اداره یې په اسانې حساب ترې اخېستی شي.
د ټاکنو لپاره د ملګرو ملتونو د پنډغالي (Compound) تر څنګ د لکونو ډالرو په ارزښت د رسنيو یو سمبنال مرکز جوړ شو، چې په چې د ټاکنو له پای ته رسېدو وروسته د دغه مرکز پته و نه لګېده. او تری تام شو. ټولې رسنۍ دغه مرکز ته ورغلي دي او دغه ځای يې ليدلی و، خو متاسفانه دوی هم بيا کله پوښتنه و نه کړه چې هغه مرکز څه شو؟
هغه وسايل چې د ټاکنو په بهیر کې کارول شول، له یو څو په ګوتو شمېرل شويو مېزونو، څوکيو کمپیوټرونو او پېنځو موټر پرته نور هر څه لا درکه شول. او د UNOPS ادارې ورټول کړل.
د ټاکنو د ګډ دفتر برېښناپاڼه لپاره لس زره ډالره ورکړل شوي وو چې دغه برېښناپاڼه د پېنځلسو راتلونکیو کلونو لپاره وساتل شي، خو د دغې پانې اوس هېڅ درک نه شته. چې کله مو پوښتنه وکړه، راته وويل شول چې دفتر د يوه شخص له بانکي حساب څخه د وېبپاڼې پیسې ورکړې وې چې يو کاله وروسته هغه شخص بېرته له کمپنې څخه پیسې اخېستې وې او ورته يې ويلي وو چې نور مو برېښناپاڼه نه ده په کار. عجیبه کار، د UNOPS په څېر يوه لويه اداره بیا د يوه شخص له بانکي حساب څخه د وېبپاڼې پسې پرې کول؟
دا د نړيوالو ګڼکپي ده چې د يوه داسې لوی دفتر شته يې تری تم کړل چې هډو چا يې بیا پوښتنه هم و نه کړل او نه يې هم څوک څوک پوښتنه کوي. لږ تر لږه د هغه وېبپاڼې پوښتنه هم نه کوي. کله چې نورو وکتل چې راځه دا لوی اوښ يې له باره سره به بډه وواهه نور ته څه ته ګورې، بې پوښتنې ګروېږنې ښار دی، چې څه کوې هغه کوه، پوښتنه نه شته.
د ټاکنو د ګډ دفتر له منځ تلو وروسته نه هم نړیوالې ټولنې او نه هم د افغانستان حکومت په رڼه او شفافه بڼه دغه لېږدېدنه وڅارل، همدغه سبب و چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له ستونزو سره مخ شو او د دې تر څنګ د ټاکنو د ګد دفتر له منځ تلو وروسته د ټاکنو د خپلواک کمېسيون او د دغه کمېسيون د دارالانشا تر منځ اختلافات هم موجود وو چې هغه مهال د کمېسيون مشر ښاغلی بسم الله بسمل او د دارالانشا مشر داود علي نجفي و. دغه اختلافات کوچني و او هغه هم د کمېسيون د غړيو او د دارلانشا د لوړ پوړيو مامورينو د تنخواګانو پر توپیر، خو د دوی پاملرنه يې له هغه حالت څخه واړوله چې د UNOPS له ادارې سره حساب کتاب وکړي او یا دا خبره دا برسېره کړي. کېدی شي د څوکيو د لاسه ورکولو وېره هم ورسره موجوده وه، نو ځکه يې غږ نه پورته کاوه.
هیله ده د تېرو دغسې کارونو څخه پند واخېستل شي او پوښتنه يې وشي او په راتلونکي کې د داسې فساد، اختلاس او خیانت مخه و نیول شي.