د چارو ادارې تخنیکي مرستیال، خان ولي خان بشرمل چې څومره پېژنم او ورسره بلد يم

د چارو ادارې تخنیکي مرستیال، خان ولي خان بشرمل چې څومره پېژنم او ورسره بلد يم
میرويس ويال
 
ښاغلي خان ولي خان بشرمل خپلې لوړې زدکړې په سیاسي علومو کې د لیسانس او ماستري یې د (د نړیوالو ادارو او نظامونو پرتلنه) ترنامه لاندې د ماسټرۍ تر کچې سرته رسولي دي. نوموړي خپله دویمه ماسټري د ښوونې او روزنې په څانګه کې د تعلیمي مدیریت او تعلیمي تکنالوژۍ تر نامه لاندې سرته رسولې ده.

بشرمل په سیاسي اقتصاد او مدیریتي چارو کې د پوهې او مهارت د لرلو تر څنګ د افغانستان او نړۍ په اړه ګڼې علمي مقالې لیکلي دي چې په داخلي او بهرنيو رسنیو کې په انګلیسي او پښتو ژبو خپرې شوي دي.

نوموړی په بېلابېلو موضوعاتو کتابونه لیکلي او ډېر شمېر یې له انګلیسي ژبې پښتو ژبې ته په سیاست، اقتصاد او د شخړو د حللارو په څیر موضوعاتو کې ژباړلي دي. نوموړی له یوې اوږدې مودې را پدېخوا په داخلي او بهرني ادارو او د افغانستان په وزارتونو کې یې د عمومي رئیس، مدیر او کلیدي څیړونکي په توګه کار کړی دی او په تېر کې يې د پوهنې وزارت، د تعلیمي نتایجو د ارزونې د سرپرست رئیس په توګه خپله دنده پرمخ وړي. د یادونې ده چې نوموړي په ملي کچه د سترو انکشافي پروژو او ادارو د سمون لپاره د طرحو د جوړنې په برخه کې زیات کار کړی او همدا ډول د ډېر شمېر رسنیزو نهادونو، ستراتیژیکو مرکزونو او ادارو بنسټ ګر هم پاته شوی دی.

نوموړی تازه د روانې اونۍ، نۍ په ورځ، د ولسمشر محمد اشرف په فرمان سره د چارو ادارې د تخنيکي مرستيال په توګه وټاکل شو. د چارو اداره د هېواد په کچه اداره ده. د يادې ادارې تخنيکي مرستيالي له کار او مسووليتونو ډکه اداره ده. که چېرې دغه اداره په هغه ډول پر مخ يوړل شي، کوم ډول چې اړينه ده، نو بيا ساده خبره او او اسانه کار نه دی. د چارو ادارې تخنيکي مرستيالي به زغم، صبر، حوصلې، ډېر کار، نوښتونو، دقت او همغږۍ ته اړتيا ولري.

تر هغه چې زه د چارو ادارې د نوي تخنيکي مرستيال خان ولي خان بشرمل سره بلد يم، نو ډاډمن يم، چې د خکلو هيلې، د ولسمشر باور او د يادې ادارې د کارکوونکو انتظار به په هغه ډول غبرګون پيدا او هنداره شي، کوم ډول يې چې تمه شوې ده.

- خان ولي خان بشرمل له زده کړو او کاري تجربې پرته؛ نوښتګر کس دی. نوموړي هرې ادارې ته په تګ سره نوښتونه هم وړي دي او داسې څه يې کړي، چې نوم يې د هغه نوښتونو سره پاتې دی، چې ښاغلي بشرمل په ورته په ميراث پرېښودلي دي.

- بشرمل ستره حوصله لري او د چلنجونو پر وړاندې تر اغېز لاندې نه بلکې د عمل او حل په لټه کې کيږي.

- نوموړی تکنوکرات او بيوروکرات شخصيت لري. بشرمل صيب په ادارې چارو کې جدي او دقيق دی، خو د خپلې ادارې له کارکوونکو سره يې رويه او سلواک داسې وي، چې فکر به وکړې، د يوې کورنۍ غړي او د ژوند د بهير د نېږدو ملګرو کړۍ ده.

- خان ولي خان بشرمل داسې کس نه دی، چې وخت، موقع او مقام يې بدل کړي. نوموړی په دولتي چارو کې خپل او پردی، نېږدې او لېرې کس په يوه سترګه ګوري او د يو افغان په توګه د خپل صلاحيت او واک په قلمرو کې يې ستونزې حل کوي. نوموړی په رسمياتو او اداره کې يو دقيق مدير دی، خو له هغې بهر د راحت او سختۍ شريک ملګری. نوموړی په خپل فکر او ليدولوري کې د تکبر، غرور، ځان ښوودنې او ځان ستاينې په نوم څخه نه لري.

په پای کې له ولسمشر مننه، چې په ځوانانو باور کوي او د مسووليت پټي ورته په اوږو کوي. او ښاغلی خان ولي خان بشرمل ته د لوی خدای له دربار څخه د زورېدلي افغان ولس د غوره او بې سارې چوپړ هيله کوم.
بريا يې په برخه
ميرويس ويال