
روهي (دوه نۍ/۱۱ د چنګاښ)، هلمند کې د ولايتي شورا غړي وايي چې ددغه ولايت ناوه او نادعلي ولسواليو کې د وسله والو طالبانو حضور زياته شوی او هغو خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی.
د ولايتي شورا د يو شمېر وکيلانو په وينا، که چېري يادو ولسواليو ته حکومت پاملرنه ونه کړي نو ناوړه پايلي به ولري.
امنيتي چارواکي هم په يادو ولسواليو کې د وسله والو د زياتيدو حضور منې خو وايي چې دوی د وسله والو د ځپلو پلان لري.
دولایتي شورا رئیس عطا اللله افغان وايي په هلمند کې د پوليس کم تشکيل او د وسله والو طالبانو پیاوړي کېدل دغه ولايت کې يو شمير سيمې ناامنه کړې دي.
د ولايتي شورا مسولين وايي که امنيتي ځواکونه وسله وال طالبان ونه ځپي نو نېږدي ده چې يو ځل بیا جګړه د لښګرګاه تر دروازو ورسيږي.
د يادونې وړه ده چې وړاندې هم افغان ځواکونو د هلمند په يو شمير نا امنو سيمو کې د وسله والو د ځپلو په موخه عمليات پیل کړي وه خو د خلکو په باور چې د حکومت له لوری په عملياتو کې وسله والو نه دي ځپل شوي او ګڼي سيمي لا هم د وسله والو طالبانو تر واک لاندي دي.