
دڅه وخت راهيسى په افعانستان کې په مرکز او ولسواليو کې رايې ثبتوني مرکزونه پرانستل شول، چې خلکو به وويل چې دګډون به پکې بى سارشى وي خو داسې ونه شول. دانتخاباتو کميسيونو نو که هرڅومره هڅه وکړه، د خلکو جالب يې راونه ړاوه او خلکو په مينه او شوق سره پکې برخه ونه خيستله.
ترڅنګه يې له دي پروسې سره د افغانانو بلدتيا هم اړينه ځکه دلته ټاکنې نوى مساله ده، خلکوکه هرڅومره په مينه سره په ټاکنو کې برخه وخپسته، په همعه ډول تر واک راسيلو چاروکو خلکو ته هيچ کار ونه کړ، نن سبا بيا هغه وخت دي ،چې واکيلان بيا دخلکو لمنې نېسې ،ترڅو بيا داقتصادي منابغو ځانونو ورسوي، ځکه په افعانستان کې پارلمان ځينو ته دکار نه بلکې دپيسې يوه ښه وسيله پيدا شوي. په اوسنيو انتخاتو کې د خلکو په مينه ګډون، د خلکو له پاره د مخليفينو ګواښونه،د حکومت په بشپړ ډول اسانتياوي نه برابر کول، هغه دليل کيداىشې چې په راونو ټکنو کې د خلکو ګډون له چيليج سره مخامخ دی. زه په دي باورې يم چې راتلونکې ټاکنې به دتېر په څېر فساد، جالبيتوبو، او ان ځينو ځايونو کې درغليو راون بهير دا جوته کوي چې راتلونکې ټاکنې درغلګرو په ګټه او دعام ولس درد سبب به وي.