حکومت د ستونزو د حل پر ځای د خپلو ملګرو په خوشاله کولو لګیا دی!

له اوربند وروسته افغان حکومت خپلو پوځیانو ته امر کړی چې پر وسله والو طالبانو دې تعرضي بریدونه نه کوي بلکې یوازې دې دفاعي حالت خپل کړي. دې مسئلې وسله والو مخالفینو ته فرصت په لاس ورکړی دی چې په بېغمه زړه جګړې تنظیم کړي او خپل بریدونه شدید کړي. وسله والو طالبانو د اختر ورسته کله، چې يې د اوربند ټاکل شوې نيټه ختمه شوه په غزني، وردګو، لوګر، ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو کې پراخې جګړې وکړې. دومره واضح جګړه یې پيل کړه چې سړی حیران شي.

افغان حکومت د ستونزو د حل پر ځای د وزیرانو پر لرې کولو، ځای پر ځای کولو، بوختولو او شخصي ګټو پاللو لګیا دی. بلخوا زموږ قسم خوړلي دښمنان زموږ د بربادۍ نوي پلانونه جوړوي. حکومت له دغو پلانونو خبر هم نه دی. پاکستان نوې دسیسې روانې کړي دي او افغان حکومت پرې شک هم نه دی.

د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د امریکا فعالیتونو ته پوره د شک په سترګه ګوري او په دې برخه کې یې ادعاوې هم کړې دي، چې امریکا په سیمه کې تروریزم پیاوړی کوي او خپلو اهدافو ته د ځان رسولو په موخه اوبه خړوي او کبان په کې نیسي.

دا مسایل ښيي چې افغان جګړه ډېر خطرناک پړاو ته د ننه کېږي او ډېره خونړۍ کېږي. طالبان هم د دې جګړې د مهم لوري په توګه هڅه نه کوي، چې ځان خبر کړي او خپل سرونه د روانې جګړې په اصلي ماهیت خلاص کړي. دوی لا هم خپله جګړه جهاد بولي او له طالبانو پرته نور ټول انسانان امریکا پلوه او هره د سولې خبره د امریکا دسیسه او په هېواد کې هر پرمختګ ترشا تریخ حقیقت ویني.

دوی له هلمند او پښاور څخه کابل ته د را روان شوي پلي کاروان هڅې په اوبو لاهو کړې. دوی دغه کسان د امریکا له لوري د پيل شوې دسیسې پلویان او یا په اصطلاح کارکوونکي وبلل. دا سمه ده چې په افغانستان کې پردۍ جګړه روانه ده. دا جګړه د امریکا او پاکستان ګټې پالي خو قرباني یې ولس دی او باید د ولس غوښتنو ته درناوی وشي.

ولس د طالب، حکومت او امریکا ظلمونو دومره چوپ کړی چې خپل غږ نه شي اوچتولی کنه د امریکا ایستل او د دوی د نظامي حضور پای ته رسېدل د هر افغان غوښتنه ده. طالبان که په رښتیا غواړي چې امریکایان له افغانستان ووځي نو پخپلو سیمو کې دې مدني حرکتونو ته اجازه ورکړي چې د امریکا د حضور او طالب جګړې د پای لپاره خپل غږ اوچت کړي. طالبانو همدا راز د سولې لپاره مذهبي هڅې هم د امریکا دسیسه بللې ده او وایي چې دا هڅې د امریکایي د دسیسو له برخوڅخه دي.

اوس د طالبانو دا ټول غبرګونونه او جګړې ډېر بد زېري افغانانو ته ورکوي. ښایي د طالبانو دا ډول اقدامات د افغان حکومت او نړیوالو متحدینو حوصله سر ته ورسوي او جګړه خونړۍ شي. خو بیا د دې خونړۍ جګړې بیه څوک پرې کوي!؟ معلومه خبره ده چې د تېر په څېر به بیا هم ددې جګړې قربانیان افغان ولس وي. بیا به هم افغانان وي چې د خپلو وروڼو جنازې تر ګوره وړي.

مدني فعالانو او عام ولس ته په کار ده، چې نور راپورته شي، د طالبانو امریکا او بل هر هغه ظالم پر وړاندې ودرېږي چې د دوی وینې د خپلو ګټو لپاره تویوي. دا ډېر د شرم ځای دی چې په ۲۱مه پېړۍ کې خلک د خپل پرمختګ او ښیرازۍ جشنونه لمانځي خو افغانان لا هم د ډوډۍ په لټه کې دي، په ایران، دوبۍ، عربستان، پاکستان او بل هر بهرني هېواد کې پردۍ مزدورۍ کوي. د خپل ورور جنازه تر ګوره وړي، په ژوند کې یې د سانتي متر په اندازه بدلون نه راځي خو پر سر یې ولاړ حاکمان د ژوند تر ټولو پرمختللي امکانات لري. نه یوازې حکومتیان بلکې طالب مشران هم د ژوند ښه امکانات لري، په کلو او بانډو کې تر ټولو ښکلي موټرونه د دوی دي. پیسې لري او ښکلی عصري ژوندونه یې جوړ کړی دی. ملت په دې منځ کې د پردیو ګټو لپاره په وینو کې لامبیږي.

د حکومت ستر مسوولیت دی چې د بې ځایه او احساساتي خبرو پر ځای په بنسټيزه توګه د جګړې او سولې لپاره کار وکړي. دا ستونزه دې درک کړي که د جګړې له لارې د حل وړ ده، نو وخت دې نه ضایع کوي او که د سولې له لارې د حل وړ ده همدا یې وخت دی. دا سمه ده چې په طالب او حکومت دواړو کې په پیسو او ګټو مست اشخاص جګړه پای ته رسول نه غواړي خو هغوی چې ضمیر لري، درد لري او ددې وطن انسانان ورته اهمیت لري باید غږ اوچت کړي او دلته روانه امریکایي لوبه پای ته ورسوي. افغانان د سولې تږي دي او دغه تنده یوازې خدمتګار او حق ویوونکي انسانان ماتولی شي.

له نن څه باندې ۱۷ کاله وړاندې امریکا په دې پلمه افغانستان ته راغله، چې ګواکي دلته نړیوال ترهګر دي او دغه ترهګر د امریکا ملي امنیت ته ستر خطر دي. امریکا د نیویارک له بریدونو وروسته په افغانستان کې وحشتناکه جګړه پیل کړه چې تر ننه د دې جګړې اور تود دی. دا جګړه خدای خبر چې لا به څومره اوږدېږي او لا به د څومره انسانانو ککرۍ اخلي.

امریکا د افغانستان په جګړه کې هېڅ زیان نه دی لیدلی، خو ګټې یې ډېرې کړې دي. دوی د جګړې په پلمه او د وسله والو ډلو د جهادي فکر په پلمه دلته د پښې ځای پیدا کړی دی او د سیمې هېوادونه یې دې ته اړ کړي چې په افغانستان کې د امریکا د نظامي اډو فعالیت ومني. دوی روسیه، ایران او چین له پرمختګونو را ګرځوي او په دې توګه خپله شروع شوې لوبه روانه ساتي.

امریکا په اروپايي هېوادونو مالیات وضع کوي، د چین پر صادراتو مالیات وضع کوي، پر ایران بندیزونه لګوي دا کارونه په واضح او نړیواله کچه کوي، نو د دغو هېوادونو د کمزوري کولو او ډارولو لپاره به ولې په افغانستان کې له مفتو او له سره تېرو مستو سرتېرو کار نه اخلي؟
 
حکومت د کمزورۍ نهايي برخې ته رسېدلی دی، ناسم مدیریت، نااهلو ته د چارو سپارل، د واک پرسر شخړې، قومي او ژبنی تعصب، د چارواکو ترمنځ نه همغږي، فساد نه ملاتړ او سطحي فکر د هېواد چارې له ګڼو ستونزو سره مخ کړې دي. د حکومت مشران د بنسټیزو ستونزو د حل پر ځای داسې چارې پرمخ وړي چې هغه یوازې د فېسبوک په سوژې بدلیږي او د اعلاناتو په څېر ګرځي او هېڅ وخت هوښیار مشتري نه شي پيدا کولی.

اوس هم هر څوک چې د سولې غږ کوي مهمه دا ده، چې پر امریکا فشار راوړي. یوازې امریکا کولی شي دلته د جګړې ماشین خاموش کړي. پر پاکستان مالي مرستې بندې کړي، دلته د ترهګرو پالل بند کړي، د سیمې د هېوادونو تشویشونه رفع کړي او پاکستان په جدي توګه د ترهګرو له ملاتړه را وګرځوي په افغانستان کې به جګړه د ګوتو په شمار ورځو کې ودرېږي. دا وړه خبره نه ده، دلته په جګړه ستره پانګونه کېږي. وسله وال طالبان په یوازې ځان دا جګړه مخ ته نه شي وړلی، ان د خپلو نقلیه وسایطو د تیلو پیسې به پوره نه کړي، نو دلته روان حالت فکر ته اړتیا لري او بنسټیز حل غواړي. که موږ افغان جګړې یا د سولې راوستو بهیر سطحي وګڼو او د ستونزو بنسټیز حل ته متوجه نه وو، نو ستره تېروتنه به مو کړې وي.