انځورګر ځلاند

ليکوال زيارمل
دلته په ځان کې له هرچانه خپل صورت ورک شوى
زه به له کوم يوې هېندارې پاکومه خاورې[ځلاند]
ژوند هغه هېنداره ده چې هر څوک پکې يوازې يو ځل خپل ځان کتلاى شي خو دغه هېنداره يو هنر لري او هغه دا چې د هر چا د يو ځل په ليدو ډېرې خوږې او ترخې خاطرې پخپله غېږ کې له ځان سره ساتي،کله چې څوک ترې دخپلو خاطرو د ليدو هيله وکړي هماغه شېبه يې ورته ښيى .
طاير هم په ځلانده وخت کې د غې هېندارې د خپل ځان پر طرف سترګې اړولي او هېندارې ترې په بدل کې بلا خاطرې پخپله لمن کې اخيستي کله چې طاير د شعر له ښاپېريو سره خبرې کوي نو د پېښو او خاطرو د هېندارو دريڅه پرانېزي او د خپل ژوند ننداره کوي ځکه خو د خپل کتاب د لومړۍ غزل په مطلع کې وايي:
نه د ژوندون په خوږو پوئ شو او نه ښاد او اباد
په ورانو کرښو د تندي به شو څه ښاد او اباد
په پورته بيت کې طاير د ژوند له ترخو څخه شکايت کوي او وايي د ژوند هېنداره يوازې ترخه ورښايي ځکه په خوږو خپله هېنداره هم نه مړه شوې نو ده ته به څه ورکړي،ځلاند وايي هېنداره بايد ځلانده وي کنه يوازې د تندي د کرښو په ورانولو څه نه کېږي لکه چې وايي:
ما همېشه د خپل ارمان مات،مات کودي ليدلي
د دې سپېرو،سپېرو حالاتو د ګودر په لمن
چې په ماښام کې د اسمان لمن سرې شي کله
را ته راياد شي يو تصوير د خپل ځيګر په لمن
که څه هم طاير تر ډېره بريده د شعر له ښاپېرو سره د ژوند پر سختو شېبو خبرې کړي خو بيا يې هم په هر څه کې د هر څه ننداره کړې او د يو ښه انځورګر په څېر ترې خيال څه نه دي سپمولي ځکه خو يې ځغلنده نظر د شاعرۍ پر ډېرو برخو لګېدلى او پخپله شاعرۍ کې يې ټولو برخوته ځاى ورکړى غنايي شاعري يې د خوب په وخت کې د خوب خونې ته بيولې،حماسه يې د جنګ په وخت کې تر شا ولاړه ده او باران،ګلان،جانان،مينه او ګودر يې هم پخپله شاعرۍ کې له ياده نه دى ويستى
لکه چې وايي:
د لمر شغلې چې شي راښکته سمندر کړي لمبه
په شړق باران کې مې اشنا ستا تصور کړي لمبه
هغه سېلۍ خدايه بيا را مه ولئ دې کلي ته
چې ښکلا سيزي ،ښايستونه د ګودر کړي لمبه
کله،ناکله د زېړ مازېګر پر وخت چې ګودر له نجونو ډک وي نو تېزه سېلۍ راالوزي او د ګودر ښايستونه لوټي ،طاير هم همدا شېبه په پورته بيت کې انځور کړې او له سېلۍ يې غوښتي چې له دې نامردۍ څخه تېره شي خو په حقيقت کې ترې مراد د خپلې ټولنې هغه وکړي دي چې تر ځان ټيټو انسانانو ته په درنښت نه دي قايل،لکه څنګه چې مخکې وويل شول ځلاند لمر،باران،سمندر او اشنا له ياده نه دي ويستي او د طبيعت ښکلا ته يې پام کړى چې د شاعرۍ ښکلا يې اوج ته رسېدلې ځکه خو جانان او شبنم ته وايي:
شبنم که ژوند کوي د ګل په اوږو
خوشبويې باد ګرځوي تل په اوږو
د مخ سپوږمۍ دې پکې ورکه نه شي
جوړ دې د زلفو شو ځنګل په اوږو
هغوى زما مخه رڼا نه کړله
ما چې کوم ستوري ګرځول په اوږو
د ژوند د هرې حادثې طايره!
وړى شي بارونه نن غزل په اوږو
طاير د دې غزل په وروستي بيت کې دې ټکي ته اشاره کړې چې غزل د ژوند هرې حادثې ته اوږه ورکولاى شي،همدې نظر ته په قايليدو رېښتيا هم طاير هره حادثه د غزل پر اوږو بار کړې چې ځينې وخت ترې دغه بار درون شوى او د طاير غزل يې د ښکلا له معياره ويستې ځکه ځلاند پر غزل د بار اچولو پر وخت انډول ته پام نه دى کړى،چې همد ې نا پامۍ يوه خوا سپکه کړې او بله يې درنه کړې ده لکه په دې بيتونو کې:
بيا وربل،وربل دى په قدم،قدم
فکرمې شل،شل دى په قدم،قدم
لا دې د مخ وړانګې شپو کې مه نغاړه
لا ځنګل،ځنګل دى په قدم،قدم
د پورته دواړو بيتونو نېم بيتي پخپل مينځ کې کوم منطقي تړاو نه لري د شعر پوهانو په وينا که چېرته د تکراري کلېمو په راوړلو د شعر په ښکلا کې زياتوالى راځي د تکراري کلېمو راوړل پر ځاى کار دى خو که ښکلا نه راوړي نو د تکراري کلېمو راوړل عيب ګڼل کېږي پورته نظر ته په کتو د وربل،وربل قدم،قدم او دې ته ورته تکراري کلېمو استعمال د طلاير شعر ته هېڅ ښکلا نه ده ورکړې او نه يې هم کوم منطقي تړاو رامنځته کړى خو ځلاند يې بيا هم له استعماله ډډه نه ده کړې ،د طاير په شاعرۍ کې به دې ته ورته ځينو نورو خاليګاوو ځاى نيولى وي خو زه يې اوس د همدې يوې په يادونه بسنه کوم او د ښاغلي
طاير ځلاند د شعري ټولګې د وروستۍ پاڼې پر وروستيو بيتونو خپله ليکنه پاى ته رسوم

دلته سپرلى په چمن زهر پاشي
تنکى ګلاب په يو عذاب کې ډوب دى
خوشبو نه وينه د رنګونو څاڅي
هر يو احساس په اظطراب کې ډوب دى
پاى