دټولوژوناليستانودپام وړ.

درنودوستانولکه څنګه چې تاسې ټولوته معلومه ده چې دروانې میاشتې په ۱۲نیټه په ننګرهارکې میشتو فغالو خبریالانوپه کاري برخه کې دځینوستونزوله امله له ولایتي ادارې سره دژورنالیستیکواړیکوپرې کړی اوپه کاري برخه کې یې دشته ځینوستونزودحل غوښتنه ترې کړې.دهمدې مسلې دڅیړلولپاره دننګرهارولایتي اداره غواړي چې ددوشنبې په ورځ مازیګرڅلوربجې په سپين غرهوټل کې له ژورنالیستانوسره ناسته وکړي،له همدې امله موتاسې ټولودوستانوته خبردرکړچې په دې ناسته کې ګډون وکړئ.په دغې ناسته کې به ټول دوستان په کاري برخه کې خپلې ستونزې وړاندې کړي اوددې سربیره به یې دحل وړاندیزون ووايي . داچې ولایتي اداره پرخپلوکوونکوژمنو څه ډول ولاړه وساتوخپل نظرونه له ځان سره په لیکنه بڼه راوړئ. هرهغه پریکړه چې تاسې ټولودوستانوپه ګډه وکړه اوزموږاوستاسې ټولوپه خیروه اوپه کاري برخه کې شته ستونزې موپرې حل کیدلې ،چارواکوته به یې ووایو،که یې زموږغوښتنې منلې سمه ده کنې همغلته به دمخکې تلوتصمیم ونیسو.
مننه
زیارمل