دکابل دکانفرانس په اړه داسلامي امارت اعلامیه

 
دکابل دکانفرانس په اړه داسلامي امارت اعلامیه
دامریکایانو اودهغوئ دایتلافیانوله لوري دتیرو ناکاموکانفرانسونوپه تعقیب داځلې په کابل کې دکابل کانفرانس ترنامه لاندې په یرغلګر ایتلاف کې دشاملواو دسیمې د یو شمیر هیوادونو غړي،ظاهراددې لپاره راغونډشول چې د کابل مزدورې ادارې ته دافغانستان دراتلونکو اداري اوپوځي صلاحیتونو دورسپارلو ،له هغوئ سره دمرسته کولو اودهغوئ له لوري دپخوانیو مرستو دلګښتونودوجوهاتوپه سربحث وکړي.
سره له دې چې د دغه کانفرانس دیوې ورځې امنیت لپاره دامريكايانوله لوري ۱۲۰۰۰بهرني اوداخلي پوځیان ګمارل شوي وو، دکابل ځمکه اوفضا دپوځي الوتکو اوامنیتي وسایلو ترڅارنې لاندې اوله تیرو دوو ورځوراهیسي په کابل کې دخلګوپه تګ راتګ مطلق بندیزلګیدلی وو ،خوبيا هم مجاهدین وتوانیدل چې دکابل په نړیوال هوايي ډګرباندې دتوغندویوپه وارولوسره دکانفرانس ګډون کونکوته خپل پوځي لاس بري ښکاره کړي اودکانفرانس په تالارکې دګډونوالو د آرامي شیبې په ویرې او وارخطايي وربدلې کړي.
داکانفرانس دنړیوالې ټولنې لخوا دکابل مزدورې ادارې ته دپوځي ،اداري اواقتصادې صلاحیتونو دورسپارلو په پلمه څو ورځې ترهغه وروسته دایریږي چې خپله دهمدې ادارې مالي چارواکو اعلان وکړ چې یواځې په تیرودریوکلونو کې دکابل هوايي ډګرله لارې دبهرنیو مرستو له جملې نه څلورملیارده اودوه سوه ملیون ډالره بهرته قاچاق شوي ،اوهمداراز یوه اونۍ مخکې له فسادسره دمبارزې په نوم موسسې دخپلې ترسره کړې سروې دارقاموله مخې رپورټ ورکړ چې په تیریوه کال کې دکرزي اداري چارواکو له افغانانو څخه یوملیارد ډالره رشوت ترلاسه کړی.
دمالي بې بندوباره فساد ترڅنګ د دې ادارې امنیتي اوپوځې حالت دې کچې ته رسیدلی چې د۱۵۰۰۰۰بهرنیو ځواکونوله موجودیت سره سره د دغې ادارې مشر دکابل په زړه کې دځمکې له لارې دتګ کولو جرآت نشي کولای اوله ارګ نه ترانټرکانټننټال هوټل پوري یې پوځي الوتکې ته ضرورت پیښیږي داخوپریږده چې له کابل نه بهر دهغې دحاکمیت څرک ترسترګوشي.
خوله دغوټولو نیمګړتیاووسره سره بیاهم دامریکایانو په دستور نړیوالې ټولنې داومنله چې په دغه کانفرانس کې دافغانستان راتلونکي اداري،پوځي اومالي صلاحیتونه دغې شړیدلې ناکامې اومفسدې آزمایل شوې ادارې ته وسپاري.
دکابل تش په نامه اوبې نتیجې کانفرانس داوښودله چې امریکایانو نور دافغانستان دقضیې په اړه دحل ابتکار له لاسه ورکړی اوهرهغه څه چې ددوئ له لوري د دغې لانجې دحل په نامه ترسره کیږي هغه مخکې ترمخکې په ناکامي محکوم دي ، اودوئ هم چې هرڅه په دغه پلمه ترسره کوي هغه په حقیقت کې دلانجې داوږدولو په خاطرکوي نه دهغې دحل اوافغانانو دهوسايي په خاطر.
دکانفرانس له شیندلې اونامالومې محتوا نه هم داسې مالومیږي چې امریکایان اونړیواله ټولنه غواړي په یو ډول نه په یو ډول نورهسې له افغانستانه پښې سپکې اودلته دراتلونکې تباهي ،ناکامي اورسوايي بار دکابل دبيواکه ادارې په غاړه ور واچوي.
ځکه دافغانستان هغه اداري ،امنیتي ،مالي اواقتصادي ستونزې چې امریکایان یې په تیرولسوکلونوکې په حل کولو ونه توانیدل څرنګه به ممکن وي چې په دغه پنځه ساعته کانفرانس کې دې دقیقې اوهراړخیزي وڅیړل شی ،دحل لاره دې ورته پیدا اوموضوع دی فیصله شي؟ .
امریکایان غواړي په افغانستان کې له خپلې ماتې اورسوايي څخه دنړیوالو دپام اړولو په منظور دکابل کانفرانس په څیردغسې بي ځایه اوبي ګټې هلې ځلې په کارواچوي ،نه د دې لپاره چې دهغه په وسیله دافغانانو بدې ورځې ته دپای ټکی کیښودل شي.
دافغانستان اسلامي امارت د پخوا په څیر اوس هم دامریکایانو اشغال اوپه افغانستان کې دهغوئ دیرغلګروځواکونوموجودیت دافغانانو اوپه مجموع کې دټولې سیمې لپاره دتباهي ،نا ارامي اوبدمرغي یواځینی عامل بولي او ددغه بدمرغه عامل دله منځه وړلو یواځینۍ لاره له افغانستان څخه دهغوئ دعاجل اوبي قید اوشرطه وتل ګڼي.
لهذا دافغانستان اسلامي امارت دکابل کانفرانس اوپه هغه پورې ټولو تړلو پریکړوته دافغاني لانجې داوږدولو لپاره دامریکایي فتنه جوړونکو پلانونو په سترګه ګوري اوهغه په بشپړه توګه ردوي.
اسلامي امارت به دلوی خدای جل جلاله په نصرت اودخپل مسلمان ملت په ملاتړ خپلې برحقې مبارزې ته ترهغوپوري دوام ورکوي تر څو چي ددي موضوع اساسي او واقعي حل نه وي رامینځ ته شوی اوپه دغه خپلواک هیواد کې اسلامي حاکمیت پلی شوی نه وي.
دافغانستان اسلامي امارت
۱۴۳۱/۸/۸ـ ۲۰/۷/۲۰۱۰