
جلالتمآب جمهور رییس حامد کرزی، جلالتمآب د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کیمون ، درنو مېلمنو، مېرمنو او ښاغلو
تر هرڅه له مخه اجازه راکړﺉ چې په حکومت کې د خپلوهمکارانو په استازي توب درته ښه راغلاست ووایم. دا زموږد هېواد له پاره یوه تاریخي ورځ ده. نړۍ په تېرو نهوکلونو کې څو واره سره راټوله شوې ده چې د افغانستان پر راتلونکي خبرې وکړي. په لومړي سر کې موږ یوازې د دغو خبرو ناظران وو. اوس اوس موږ په خبروکې برخه واخیسته. نن یې پر مخ بیایو.
موږ د خپل راتلونکې په اداره کې پر خپلې پیاوړې شوې وړتیا ویاړو.
نن موږ تاسې ته یو پلان وړاندې کوو چې زموږ په اند به ټولو افغانانو ته سوله، ثبات او اقتصادي فرصتونه راوړي. زموږ د پلان اساسي ټکي افغاني مالکیت اومشري ده.
موږ ستاسې پوره ملاتړ او زموږ له لومړیتوبونوسره همغږي غواړو.
موږ پوهېږو چې بهرنۍ مرسته افغانستان ته د تل له پاره نه شي ورکول کېدای. له همدې امله، موږ باید له دغه فرصته د دوامدارو پایلو د لاس ته راوړلو له پاره ګټه واخلو.
دې پایلې ته د رسېدو لار «د کابل پروسه» ده چې د جمهور رییس کرزي د لوړې د مراسمو په وینا پیل شوې ده چې په کې زموږ د ستراتیژۍ، اوس منل شوي، جزییات بیان شول. دا جزییات وروسته ، سږکال په لندن کې، له نړۍوالې ټولنې سره یوځای مشخص شول او موافقه پرې وشوه.
همدا جزییات بیا په واشنګټن، توکیو، مادرید او ، تر ټولو مهمه، تېره میاشت د سولې په ملي مشورتي جرګه کې دقیق کړای شول.
زموږ حکومت پر دغو موخو تمرکز وکړ. موږ د اړوندو وزارتونو کاري ګروپونه جوړ کړل چې د ملي پروګرامونو یوه ټولګه چې لومړیتوبونه په کې مشخص شوي وو، ترتیب کړي. دا پروګرامونه زموږ تر ټولو ښې نظریې، چې د تېرو نهو کلونو پر بریاوو ولاړې دي، راټولوي چې زموږ له نړۍوالو همکارانو، له مدني ټولنې، خصوصي سکتور، اکاډیمیکې ټولنې، د ښځو له ګروپونو، د بشر د حقوقو له فعالینو، ځوانانو، سیمه ییزو استازو او سپین ږیرو سره په تفاهم کې ترتیب شوي دي.
ښه حکومت داري د دغوټولو اساسي ټکی دی. موږ اعتراف کوو چې په دې خورا حساسه برخه کې زموږ نه بریاوو د حکومت مشروعت تر پوښتنې لاندې راوستی او زموږ پر مجموعي پرمختګونو یې سیوری غورځولی او اغیزمن کړي یې دي.
سره له دې هم، نړۍ باید د اصلاحاتود راوستلو له پاره د افغانستان هوډ ته د شک په سترګه و نه ګوري.
د خورا خوارو ډېرو پوروړیو هېوادونو د پورونو د بخښلو د شرایطو تکمیلول، د نړۍوال وجهي صنوق او د افغانستان د بیا رغونې د امانتي صندوق (ARTF) د اصلاحاتو پروګرام او د نړۍوال وجهي صندوق د اصلاحاتو د یوې نوې مجموعې په وړاندې زموږ لېوالتیا زموږ د وروستیو لاس ته راوړڼو یو څو بېلګې دي چې زموږ پر ژمنتیا شاهدي وایي.
د افغانستان جلالتمآب ولسمشر په خپلې نننۍ وینا کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې زموږ د کړنو یادونه وکړه. دا په خپله له قدرت څخه د ناوړې استفادې د له منځه وړلو او د حکومتدارۍ د ښه کولو په لار کې د لازمې سیاسي ارادې څرګندویي کوي.
سربېره پر دې، په راتلونکو شپږو میاشتو کې به موږ په هر وزارت کې له فساد سره د مبارزې پلان پلی کړو، د لوړپوړو چارواکو د شتمنیو د اعلان، بررسۍ او ابلاغ په برخه کې به اقدام وکړو، د خدمتونو د عرضه کولو د مهمو موسسو اصلاح به پیل کړو، او د فساد سره د مبارزې د څار او ارزونې دکمیټې ، چې په لندن کې پرې موافقه شوې وه، د کار د اسانولو له پاره به ګامونه واخلو.
په ټول افغانستان کې د قانون د حاکمیت د پراخولو او پیاوړي کولو په موخه به حکومت، د جزا د قانون او مدني قانون د تعدیل په شمول، د قانون د اصلاح چارې چټکې کړي او زموږد غیر رسمي عدالت پر ستراتیژۍ به کار وکړي تر څو معلومه شي چې څرنګه زموږ د عنعنوي عدالت کړنې په مشروع ډول پر محاکمو د فشار د کمولو او عدالت ته د لاس رسي د پراخولو له پاره په کار اچول کېدای شي
موږ به د محلي حکومتدارۍ ښه کولو ته، په هغه ځای کې چې حکومت خلکو ته ډېر نیږدې دی، خاصه توجه وکړو. موږ به د سیمه ییزې حکومت دارۍ د سیاست په تدریجي او له مالي لحاظه په مسوولانه توګه د پلي کولو چارو ته دوام ورکړو، د محلي ادارو ظرفیتونه به جوړ کړو، محلي موسسې به ځواکمنې کړو چې په محلي سطح مشري او حساب ورکونه را منځ ته کړي او د حکومت د وزارتونو او محلي مامورینو اړیکي به پیاوړي کړو چې باوري کړو چې ټولو وګړو ته صادقانه خدمتونه رسول کېږي.
موږ به د اقتصادي حکومتدارۍ اصلاح ته دوام ورکړو. لکه څرنګه مو چې ژمنه کړې وه، موږ د خپلې مالي ادارې د سیستم د ښه کولو له پاره یوه جامعه د لارې نقشه جوړه کړې ده. موږ به د داخلي او خارجي تفتیش اغیزمن روشونه عملي کړو، د بودجې د اجرا په برخه کې به د سکتوري وزارتونو ظرفیتونه لوړ کړو اودا به باوري کړو چې عامه شتمني د هېواد د خلکو له لومړیتوبونوسره سم لګول کېږي.
په تېرو څو میاشتو کې موږ د کانونو د سرچینو د ادارې له پاره د شفاف چاپېریال د ایجاد په برخه کې کافي پرمختګ کړی دی.
د همدې او دې ته ورته بهتریو په مټ به د ډونرانو لنډمهالې مالي سرچینې د تلپاتو ګټو او پایېدونکي اقتصاد له پاره و کارول شي.
په لندن کې موږ ژمنه کړې وه چې د لومؤیتوبونو پر اساس یو پلان وړاندې کړو چې د کار فرصتونه منځ ته راشي او اقتصادي وده پر بهرنیو مرستو د تکیې د کمولو لور ته بوځي. موږ تر دې هم وړاندې ولاړو او د ملي لومړیتوبونو هغه پروګرامونه مو په ګوته کړل چې زموږ د ملي پراختیا د ستراتیژۍ د تطبیق له پاره ضرور وو.
زموږ د کرنې او د کلیو د پراختیا پروګرامونه به موږ د سوکاله کلیوالو ټولنو پر لور بوځي. حکومت به قرضو ته د لاسرسي، له بازارونو سره د کروندو د وصلولو، د اوبه خور د ړنګو شوو سیستمونو د بیارغونې او دولتي ځمکو ته د خصوصي تجارتي تشبثونو د لاسرسي له پاره له سیمه ییزو موسسو سره په ګډه کار وکړي.
ستاسې په ملاتړ او زموږ له لومړیتوبونوسره ستاسې د مرستوپه پر لیکه کولو به په راتلونکودریو کلونو کې زموږ د کرنې او کلیو د پراختیا پروګرامونه درې سو زره نوي کارونه ایجاد کړي او ۲،۲ ملیونه کلیوالې کورنۍ به ترې ګټه واخلي.
زموږ د بشري منابعو د پراختیا پروګرام به زموږ ځوانان د نن او سبا د کار د بازارونو له پاره چمتو کړي. موږ به د دوه ملیونه نوو شاګردانو له پاره د ښوونځي په برابرولو لومړنیو زده کړو ته لاسرسی ښه کړو، په راتلونکو دریوکلونوکې به تر څلورسوه زرو ډېرو زده کوونکیو ته د مسلکي زده کړې په برابرولو خپل ظرفیتونه لوړ کړو اود لوړو زده کړو په موسسو کې د ۳۰۰۰۰ نوو ځایونو په ایجادولو به د خپل راتلونکي له پاره پانګونه وکړو.
اکثره ویل کېږي چې یوې ښځې ته د روزنې برابرول یوې کورنې ته د روزنې برابرول دي. موږ به د ښځو له پاره تعلیم اومسلکي زده کړو ته د لاس رسي له پاره تدابیر ونیسو.
مېرمنو او ښاغلیو،
افغانستان نور نه ښایي چې یو خوار هېواد و اوسي. دا هېواد د زرګونومیلیارده ډالرو په ارزښت معدني شتمنۍ لري چې د زېربناوو په برخه کې د لازمې پانګونې او د مسوولانه ادارې په مرسته به وکړای شي چې زموږ پر ځان بسیاینه او سوکالي تمویل کړي.
که مناسب چاپیریال، چې زیر بناوې یې کلیدي برخه ده، موجود وي نود افغانستان خصوصي سکتور خپله وړتیا ثابته کړې ده چې زموږ تولیدات او منابع د نړۍ بازارونو ته ورسوي.
له پرمختیایي بانکونوسره د ګډ کار په ترڅ کې موږ په دې موافقه کړې ده چې د افغانستان، سیمې او نړۍ په ګټه، زموږ د طبیعي شتمنیو د تولید له پاره د انرژي او ترانسپورت د ضروري شبکو د تمویل په خاطر د زېر بناوو امانتي صندوق ایجاد کړو.
د مسوولانه ودې له پاره زموږ د ژمنتیا په برکت به د افغانستان د کانونو سکتور و کړای شي چې په منځمهاله موده کې ،د کال، شاوخوا یو میلیارد اضافي عواید تولید کړي.
ستاسې د بشپړ ملاتړ او زموږ له لومړیتوبونو سره د مرستو په پر لیکه کېدلو به زموږ پراختیایي وزارتونه دا وړتیا ولري چې ۲،۴ میلیونه کارونه منځ ته راوړي او په راتلونکودریو څخه تر پینځو کلونو کې د افغانانو په ژوند کې بدلون راولي.
د داسې یو چاپېریال رامنځ ته کول چې سوله په کې وده وکړي او مخالفین په کې خپلې ټولنې ته بېرته راشي، باید چې د امنیت له پاره زموږ لومړنۍ لار وګڼل شي. د لندن له کنفرانس راهیسي موږد افغانستان د سولې او بیا ادغام پروګرام طرح کړی دی.
دا پروګرام د سولې د ملي مشورتي جرګې ، چې په ترڅ کې یې د افغاني ټولنې د بېلابېلو برخو ۱۶۰۰ درنو استازو د سولې پر لور د لارې په اړه بحثونه وکړل، لارښونې منعکسوي.
موږ به د سولې عالې شورا جوړه کړو چې، په داسې حال کې چې موږ له جنګ څخه د مخالفینو د لاس اخیستلو او سوله ییز ژوند ته د هغوی د راستنېدلو له پاره سیستم جوړوو، هغه به د پراخه عامه پوهاوي له پاره اقدامات وکړي. د سولې او بیا ادغام امانتي ضندوق اوس د دې پروګرام د تمویل له پاره چمتودی او ستاسې مرستې ترلاسه کولای شي.
موږ باور لرو چې پوخلاینه د پایېدونکې سولې پیلامه ده.
د داسې یو چاپېریال د را مینځ ته کولو له پاره چې مخالفین په کې وکړای شي چې بېرته خپلې ټولنې ته راشي، د امنیت د راوستلو له پاره زموږ د نه ماتېدونکی هوډ ثابتول یوه اړتیا ده.
په لندن کې موږ ژمنه کړې وه چې د روان کال تر اکتوبر پورې به موږ د خپلې دفاع ځواکونه ۲۴۵۰۰۰ ته ورسوو. موږ دې موخې ته د رسېدو له پاره تر خپل ټاکلي مهال وېش څخه ښایسته ښه مخکې یو. په تدریجی او نه راګرزېدونکي ډول د افغاني دفاعي ځواکونو له خوا د ولایتونو د امنیت د کنټرول په غاړه اخیستل د ولایتي بیا رغونې د ټیمونو د ملکي کولو له پاره حساس ګام دی.
په دې توګه به ډونران وکړای شي چې د امنیت او ثبات د راوستلو پر ځای خپل تمرکز والیانو ته د مشرتابه په برخه کې مرستې او ولسونوته د پراختیا په لور ولېږدوي. دغه انتقال به له نړۍوالې ټولنې څخه دوامدار مالي ملاتړ وغواړي.
پیاوړي، مسلکي افغان امنیتي ځواکونه زموږ په پولو کې دننه د افراطیت د بیا راتګ د مخنیوي له پاره تر ټولو ارزانه وسیله ده. موږ ژمن یو چې زموږ د مالي امکاناتو له ودې سره سم د امنیتي لګښتونو زیاتېدونکې برخه په غاړه واخلو.
مېرمنو او ښاغلو،
که موږ وغواړو چې خپلو خلکو ته ثبات اوهوساینه راولو نو سیمه ییزه همکاري یوه اړتیا ده. افغانستان د تعهد او همکارۍ له لارې د پیاوړو اړیکو ټینګولو ته ژمن دی.
د لندن له کنفرانس راهیسې موږ له خپلو ګاونډیانو سره منظمې او ګټورې خبرې اترې جاري ساتلې دي.موږ د پاکستان اوافغانستان تر منځ د تجارت او ترانزیت موافقتنامې له لارې، چې یو دوه ورځې مخکې لاسلیک شوه، د لا ښه تجارت او ترانزیت پر لور د پام وړ پرمختګ کړی دی.
موږ همداراز له مزار څخه تر ازبکستان پورې د رېل پټلۍ د جوړولو او د جلال اباد – پېښور او کوټې –کندهار د رېل پټلیو د بیا رغولو او تمدیدولو به واسطه خپلو ګاونډیانو سره د پیاوړ مواصلاتي اړيکو له پاره کار کوو.
ډ وخت له تېرېدو سره به موږ د سوداګرۍ او تجارت د ظرفیتونو د جوړولو له پاره خپلې هڅې جاري وساتو، د امنیت او سرحدونو د نوښتونو په برخه کې همکارۍ به پراخې کړو او پرته له مجازاتو د فعالیت کولو په برخه کې به د نشه یي توکو د قاچاق وړونکو د وړتیاوو د کمولو له پاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړو.
مېرمنو او ښاغلو،
دغه مثالونه زموږ د تېرو شپږو میاشتو پر لاس ته راوړنو او په هغو نتایجوچې موږ یې سره یو ځای حاصلولای شو رڼا اچوي. د دې پایلو تحقق په دې پور اړه لري چې څرنګه ستاسې امکانات په افغانستان کې مصرفېږي.
په لندن کې نړۍوالې ټولنې ژمنه وکړه چې د مرستو په سلو کې پنځوس به د افغانستان د بودجې له لارې لګوي. زه نن له تاسې څخه غواړم چې دغه ژمنه یو وار بیا نوې کړﺉ او تاکید پرې وکړﺉ.
په پآریس، توکیو، لندن، اکره او نورو کنفرانسونو کې نړۍوالې ټولنې دا منلې ده چې هغه مرستې چې د بودجې له لارې لګول کېږي د ښکېلتیا د کمولو خورا ښه لار ده. دا ډول مصرف ارزانه دی، د حکومت په ټولو وظایفوکې ظرفیتونه جوړوي، د بودجې پر اهمیت د ټینګار له پاره خورا ښه ملاتړ دی او د حکومت مشروعیت پیاوړی کوي.
د افغاني مشرۍ او مالکیت له پاره زموږ ګډ اهداف د دې ایجاب کوي چې ستاسې شوې ژمنې زموږ له لومړیتوبونو سره پرلیکه شي. هغه پروګرامونه چې نن وړاندې شول دوامداره دي، او اغیز به یې تر هغې وروسته هم پاتې وي چې د ډونرانو مرستو ته نوره اړتیا نه وي.
موږ غواړو چې ستاسې د مرستو په سلو کې اتیا زموږ د ملي پروګرامونو له موخو او لومړیتوبونو سره همغږې وي.
موږ پوهېږو چې په لنډ مهال کې د دغو مرستو د جذبولو له پاره زموږ ظرفیتونه محدود دي او د ډونرانو له خوا تطبیقېدونکي پروګرامونه به خپل اهمیت ولري. حکومت ژمن دی چې له ډونرانو سره همکاري وکړي چې له بودجې بهر لګښتونه لا اغیزمن شي.
موږ مشخص وړاندیزونه کړي دي چې زموږ په باور کولای شي د پام وړ نتایج ولري. زموږ موخه دا ده چې راتلونکی کال موږ ګډه انکشافي بودجه خپره کړو چې افغاني پروژې او د ډونرانو هغه پروژې چې افغانان په کې په پوره توګه سهیم وي څنګ په څنګ و ښیي.
مېرمنو او ښاغلو،
ډ افغانستان د راتلونکې له پاره هیله ډېره ده. یوازې په همدې تېر کال کې چې د افغانستان په اړه خبرونه په خاص ډول منفي وو زموږ ناخالص کورني تولیدات په سلو کې ۲۲،۵ لوړ شوي دي، زموږ کورني عواید په سلو کې شاوخوا شپېیته ډېر شوي دي او انفلاسیون په سلو کې تر پینځو ښکته و.
زموږ په تاریخ کې تر پحوا هر وخت ډېر زده کوونکي ښوونځي ته تللي دي، زموږ خلک د لا پراخېدونکو مخابراتي او ترانسپورتي شبکو له لارې سره وصل سوي دي، لومړني روغتیایي خدمتونه په ټول هېواد کې غوړېدلي دي، کابل په شواروز کې څلېرویشت ساعته برېښنا لري، زموږ دوکانونه تر پخوا ډېر په مالونو ډک دي او زموږ تولیداتو د نړۍ بازارونو ته لار میندلې ده.
دا، او ګڼې ړنورې، بریاوې موږ دې ته هڅوي چې یوه پېشګامه اجندا پر مخ بوځو. موږ یې باید په پلي کولو کې بریالي شو. موږ ښه پوهېږو چې زموږ خلک او ستاسې مالیه ورکوونکي زموږ کړنې زموږ د ویناوو پر بنسټ نه ارزوي، د خدمتونو د اغیزمنتیا پر بنسټ یې ارزوي. موږ باید د خپل پلان د تطبیق له پاره مسوولیتونه سره شریک کړو.
ډېره ډېره مننه