د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان وپېژنئ

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان وپېژنئ
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
زوکړه او کورنی ژوند:
رجب طیب اردوغان د احمد اردوغان او تنزیل اردوغان زوی دی. په ۱۹۵۴ ز کال کې د ترکيې په (کاظمپاشا) کې زېږدلی دی او اصلي د (بوتامي) ولايت اوسېدونکی دی. نوموړي په ۱۹۷۸ ز کال کې له (امین ګلیباران) سره واده کړی او څلور اولادونه لري، چې دوه هلکان او دوه نجونې دي.

زده کړې:
اردوغان لومړی د (کیزمپاشا) په نوم ښوونځي کې شامل شو او وروسته يې د (ایامام هاتف) نومي ښوونځي کې ديني زده کړې بشپړې کړې او د (ايوب) له ښوونځي څخه يې فارغت تر لاسه کړ. نوموړي د (مارمارا) په نوم له پوهنتون څخه د اقتصاد په برخه د ليسانس سند خپل کړ.

دندې:
- د محصلۍ په دوره کې اردوغان د ترکيې د محصلينو ملي اتحاديې غړی شو او دغه اتحاديې د کمونېزم د مفکورې پر وړاندې فعاليت کولو.

- په ۱۹۷۶ ز کال کې د (بیهوګلو) په نوم د يوې ملي او اسلامي ډلې مشر وټاکل وشو او وروسته يې ټول مسووليت په غاړه واخېست.

- په ۱۹۹۴ ز کال کې د استنبول د ښاروالۍ ټاکنو نوماند شو، دغه ټاکنې يې وګټلې او تر ۱۹۹۸ پوري د استنبول ښاروال وو.

- په ۲۰۰۱ ز کال کې نوموړي د عدالت او پراختيا په نوم سياسي ګوند تشکيل کړ.

- په ۲۰۰۳ کې د ترکيې د لومړي وزير وټاکل شو.

- په ۲۰۰۷ ز کال کې د اردوغان ګوند ۴۶ سلنه د پارلمان چوکۍ خپلې کړې او عبدالله ګل يې د ولسمشر په توګه نوماند کړ.

- په ۲۰۱۴ د کال کې اردوغان د ترکيې د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

- او د ترکيې په وروستيو پارلماني او ولسمشريزو ټاکنو کې د اردوغان ګوند (عدالت او پراختيا) او همدا ډول په خپله رجب طيب اردوغان د ولسمشر په توګه وتاکل شي.

اردوغان له ترکيې پرته د اسلامي نړۍ په ډېرو هېوادونو کې ډېر ملاتړي او مينوال لري. اردوغان په هغه نړيوالو مسايلو کې چې د مسلمانانو پر وړاندې ظلم او ګواښونه شتون ولري، نو لومړی او توند غبرګون ښيي. د برما د مسلمانانو او په فلسطينيانو څخه د ملاتړ په پار، اردوغان نړيوال شهرت او ملاتړي لري.