غزل

د خــپل زړګــي دننه چــــې شـــم تاته مــــخامخ
ثواب ته مخامخ شـم، هـم ګنا(ه) ته مــــخامخ
د خپلو وړانګو تاو کې سوځيدلی چې و لمر
ســـپوږمـۍ بـــره وﻻړه وه دنـــيا ته مــــــخامخ
باد وه راايســـتلې تــــيره تـــوره لــــــه نيامـــــه
کلـۍ په ماتيدو کې شـــوه بورا ته مــــــخامخ
اوښکـــــه مرغلـــره وه کـه پرخــــه په ګــــــلپاڼه
ځلا يې لمر ته وکــــړه شـــــوه فنا ته مـــــخامخ
تصوير د ټپي زړه يې و راوړی په سلــګو کې
پرهر، پرهر يې کيښود خپل آشنا ته مخامخ