دسيدبديع الزمان(هاشمي) ليکنه
هلکه بازګله!ځه چې ځوچیرته لږدرس ووایو،ته پوهیږې څوورځې وروسته مو ازموینه پیل کیږي ،داته څه کوې لویه ورځ ته یې او ویدیو ګیمونه دي،اخر ته دې پلار سبق ته رالیږلی یې او که ویدیوګیمونو ته ؟ موروپلار به دې خوشاله وي چې زوی موپه ښارکې سبق وایي اوله دې خبر نه دي چې زوی یې ټوله ورځ ګیمونه کوي .
اف،زیارګله ! یوخوستا بل کار نه شته ،ټوله ورځ ته یې اوسبقونه دي ،لاخوازموینې ته ډیرې ورځې پاتې دي ،بیابه یې ووایو.
نه،ګل بازه ! زه درنه لاړم ،اوریدلي دې نه دي چې دنن کار سباله مه پریده !
دویمه برخه:
ازموینه پیل شوه:
ګوره زیارګله ! چې فکردې وي زما خوهیڅ هم یادنه دي،ګوره چې نقل راکړې.
ګل بازه ! کیدای شي زه اوته دازموینې په صحنه کې سره نږدې نه اوسو،کوښښ وکړه سبق یادکړه،دچا په تمه کیږه مه.
دریمه برخه:
ازموینه پای ته رسیږي ګل بازکلي ته ځې .
زیارګله!زه کلي ته ځم ،که دازموینې نتیجه راووته ماله یولیک راولیږه،که په کوم مضمون کې ناکام وم په لیک کې یې یادونه مه کوه ،ځکه پلاربه مې راته په غوسه شي ،خوداسې وکړه که په یوه مضمون کې ناکام وم نودلیک په پای کې ولیکه چې په ماما مې سلام وایه اوکه په دوو کې ناکام وم نوورسره ولیکه چې په ماني هم سلام وایه او که په دریو کې ناکام وم نو بیا یونوم بل هم ورسره ورزیات کړه،زه به وپوهیږم چې په څو مضمونونو کې ناکام یم.
څلورمه برخه:
دازموینې پایلې راوځي ګل باز په ټولومضمونونو کې ناکام دی.
زیارګل قلم اوکاغذ رااخلي اوګل باز ته لیکي:
په اخر کې په ماما مې سلام وایه په ماني مې سلام وایه ،په بابا مې سلام وایه ...دکورنۍ په ټولو غړو سلام وایه.
s_baduzaman2000@yahoo.com
0707030016
وروستي