و،نه و،يوسړى و،خداى ډېرشته ورکړي وو،داسړى ډېرزړه سوانده اوسخي سړى و هڅکله به يې يوازې ډوډۍ نه خوړه،د دې سړي يو ځوى و چې په ده ډېرګران و،يوماښام چې سړى له جوماته کورته راغى ګوري چې په کورکې يوميلمه ام نه شته دجمي شپه ده باران وريږي هوا ډېره يخه ده،سړي خپل ځوى ته وويل: ځويه زماخو يواځې ډوډۍ نه تيرېيږي لاړشه دجومات ګوټ ته يوشل ناست دى رايېوله چې له مونږسره ډوډۍ وخوري ،هلک وچورلى تريو که خودپلارحکم يې و،روان شو دجومات ګوټ کې شل ناست وه ، ورته يې وويل راپه شاشه چې ځو،شل ورته وويل چيرته مې بيايي؟ هلک ورته وويل پلار مې وايي چې له مونږ سره ډوډۍ وخورې،شل „ ورته وويل زه په يوشرط له تاسره ځم چې دډوډۍ خوړلو وروسته به مې بيرته راولې،اوکه بيرته مې نه راولې نوزه درسره نه ځم.
هلک ورته وويل راځه ناکام دى بيرته به دې راولم،شل يې په شاکه کورته يې راوسته ډوډۍ وخوړل شوه،شل وويل مابيرته خپل ځاى ته ورسوئ سړي ورته وويل شل سړى يې الته به دې يخني وشي،دلته به اور درته بل کم ښه ګرمه کوټه کې به شپه وکې شل وويل نه،ما الته په دې ځوان دا شرط ايښى و چې بيرته به مې راولې ،هلک مجبور شو شل يې بيارا په شاکه خپل ځاى ته يې راوسته،شل ورته وويل :ووايه ځوانه څه غواړې؟هلک ورته وويل: ماله سحر وښايه،شل ديو ګوډي خوله پرانستله،هلک ته يې وويل سر وردننه که،هلک چې سر وردننه که شل دګوډي خوله وتړله اويو سيندته يې ګوډى ورګوزارکه. مه کوه چې ګوډى يوغټ ماهي
ښويه تيرکه،دلته يوماهيګر لګيادى جال يې اچولى دى ماهيان نيسي،چې په دې کې دغه غټ ماهي خداى په جال بندکه،ماهيګر ژر ژر ماهي له جاله خلاص که او،وچې ته يې راويسته،ماهيګر ماهي کورته راوړه،خپلې ښځې ته يې وويل: اى ښځې ددې ماهي ګيډه په احتياط سره څيرې که،کيدى شي ددې ماهي په ګيډه کې څه شى وي،دماهيګر ښځې په قراره دماهي ګيډه څيرې کړه،چې ګوري يوښايسته ماشوم هلک پکې پروت دى،زر،زريې خپل ميړه ته غږکړى چې اى سړيه راشه دماهي په ګيډه کې خوهلک دى،سړى چې په منډه راغلى ګوري يوښايسته هلک يې ښځې په غيږکې نيولى،سړي ډېر خوشاله شو،وې ويلې اى ښځې زمونږاولادنه ؤ، اوس موږ ته خداى پاک ښايسته زوى راکه،ښځه او ميړه ښه خوشاله شوي،دواړه دهلک نه ګرد،ګرد تاويږي،پام پې کيي عمر دى تيريږي نن يوه اوسبابله،هلک زلمى شو،ماهيګر ورته په ښارکې يودوکان جوړکه،هلک دورځې دوکانداري کيي اودشپې کورته راځې،ښه سات يې تيردى،ښه ګټه وټه کيې ماهيګر اوښځه يې ام ښه خوشاله د ي.
دورځونه يوه ورځ ده،يوسوداګر دى چيرته روان دى يوبکس ګى شان ورسره دى چې يوڅه قيمتي لعلونه پکې دي، ددې هلک دوکان ته راغى په دې هلک يې سترګې خوږې شوې داهلک ورته امانتګر ښکاره شو،ورته يې وويل:ځوانه دغه يوامانت زمادرسره کيده که،جوندباقي ؤ زه بيرته زر راستنيږم بيابه خپل امانت راته راکې هلک ترې بکس واخيسته د دوکان په يوه کونج کې يې کيښوده،سوداګر لاړو څو ورځې وروسته داهلک مړشو،دماهيګر په کورکې شور اوغوغاجوړه ده،دکلي ټول نراوښځې په يوه ښپه راغلي،چغې اوجړاګانې دي ماهيګر اوښځه يې مخ اوسرشکيي چې ا ى خدايه مونږله دې په اخرعمريوزوى پيداکه هغه دې ام رانه
واخيسته،دکلي خلکوقبرويسته،جنازه،وشوه هلک يې ښخ که،پدې کې شل بيرته ګوډى له سيند نه راويسته،هلک چې ګوري دهماغه شل خواته ولاړدى،توره تياره ده باران لا هماغسى نرى،نرى وريږي هلک حيران شوى،شل ورنه پوښتنه وکړه چې ځوانه سحر دې وليده؟ هلک وويل:هو!شل ورته وويل:چې چاله به حل نه وائي ترڅومادرته نه يې ويلي ځه اوس کورته لاړشه،هلک چې کورته راغى،پلاريې ورته وويل:زويه راغلې،څنګه زر راغلى شل خودې چېرته په نيمه لارکې پرې نه ښوده،هلک بياحيران شوچې ماڅومره کلونه په بل وطن کې دبل چاپه کورکې تيرکړل اودوي وايې چې زر راغلې هلک نورڅه ونه ويل وې ويل اوو پلاره خپل ځوى ته مې ورساوه؛شپې ورځې تيريدې يوه ورځ دې سړي خپل sزوى ته وويل:زويه ته اوس زلمى شوى يې دخوشې اوايله ګرځيدونه څه نه جوړيږي،راځه چې پدې ښارکې يودوکان درته جوړکمه سات به دې ورسره تيروى يوڅه ګټه وټه به ام کى،هلک وويل:پلاره داخوډېره ښه خبره ده زما ام خوښه ده چې يوکاروباروکم،هلک په بازار کې يودوکان جوړکه،قلارپکى ناست وي سحر ځي ماښام راځي ښه خوشاله دى سات يې تيردى .
ورځونه يوورځ ده چې هغه سوداګربيرته راستون شوچې هغه دوکان ته راغلى ګوري دوکان قلف دى،پوښتنه يې له نورودوکاندارانووکړه ،هغوى ورته وويل:کاکاهغه خوداڅوورځې کيږي مړشوى دى سوداګرډېرخفه شوى،له دوکاندارانويې دکور ادرس اخيستي ورغلى ماهيګرسره يې غمرازي کړې، بيايې ورته ويلي چې ستادزوى په دوکان کې مايوڅه امانت ايښى ؤ،که هغه راکې ماهيګرورته ويلي سوداګر ماما په زخمونومې مالګې مه دوړوه، زه هغه دوکان نه شم خلاصولى ځه خداى دې مل شه،کلکه دې بياراپيښه وکړه امانت به دې درکم،سوداګر امداسې خپه روان شوى دى ځي،ځي يوبل ښارته ورسيده هلته په يوه بازار
تيريږي په دې هلک يې سترګې لګيدلي يوه ښـه شيبه ورته ولاړدى ښه يې ورته کتلي شک يې پې راغلى خوبيرته يې دهغودوکاندارانواودهغه دپلارجړاګانې مخې ته ودريدلي دهغه قبر يې ليدلى نوله ځان سره يې ويلي هغه خومړشوى دى،خوام داسې تې روان شوى دى يوټوټه چې تلى بيايې زړه طاقت نه دى کړې بياراستون شوى،دوکان ته ولاړدى هلک ته په ځير،ځيرګوري هلک داپيژندلى دى چې داخوامهغه سوداګردى چې له ماسره يې امانت ايښى ؤ،سوداګر څوځلې ښکته اوپورته لاړشي اوبياراشي دهلک دوکان ته ودرېږي ،خوڅه سربه دې خوږومه اخر هلک تې پوښتنه کړې چې کاکا داڅوم ځل شوچې ځې راځې اوزمادوکان ته ودريږي څ
ه خودې نه ويل؟سوداګر دهلک پدې خبره لږنورام دهلک خواته رانږدې شوى دى ويلي ځوانه خپه کيږه مه يوه پوښتنه درنه کومه، هلک ورته ويلې کاکاشل پوښتنې خو وکه ولې به خپه کيږم،سوداګر ورته دخپل امانت د ږدلو ټوله کيسه کړې،چې اوس هغه دوکاندارمړدى زه يې کورته ام لاړم مايې قبرام وليده،خوتادې خداى نه مړکيي، هغه په رنګ اوقواره کې ټول له تاپه شانې ؤ ؟ هلک ورته وويل کاکاهغه ام دازه يم،لاړشه پلارته مې ووايه چې دوکان په برکونج کې ستا امانت ايښى دى تاته به يې درکي،سوداګر حيران شوى، ويلي ته خومړشوى وې؟ هلک ورته وويل:کاکادنوروخبروپسې مه ګرځه،ځه لاړشه خپل امانت دې واخله، سوداګر خوشاله شوى دى په منډه، منډه ماهيګرپسې تلى دى، ورته يې ويلي چې تاخوويلى چې زمازوى مړشوى،هغه خوجوندى دى،په پلانکى ښارکې دوکان کيي،اودادي نښه چې ماته يې ويلى پلارته مې ووايه دوکان بيرته که په برکونج کې ستا امانت ايښى ترې واى خله، ماهيګرچې داخبره اوريدلې حيران شوى ام دى اوخوشاله شوى ام دى سوداګرته يې ويلي چې تاله به خپل امانت درکم خومابه مې زوى ته ورولې، سوداګر ويلي په دواړوسترګو ماهيګر دوکان بيرته کړى، رښتياام په اماغه ځاى کې دسوداګر امانت ايښى ؤهغه يې سوداګرته ورکړى ماهيګراوښځه يې دواړه له سوداګرسره هغه بل ښارته راروان شوي، سوداګر ماهيګر اوښځه دواړه دهلک په دوکان وسپارل،رښتياام چې ګوري امهغه زوى يې دى هلک يې مخې ته راپاڅيدلى ستړي مشي،خواره مشي يې ورسره کړي،دوکان يې بند کړى ماهيګراوښځه يې خپل کورته راوستي دي،دهلک موراوپلاردماهيګر اودهغې دښځې ښه قدراوغزت کړى هغوى فکر کړى، چې دزوى ميلمانه مې دي،ماهيګر اوښځې يې دوه درې شپې کړي په بله ورځ دماهيګر ښځې ويلي چې مونږنورځو،هلک ته وايى ځه چې ځو دهلک مور ورته وايې چې زه بيابه کله درشي دماهيګر ښځه کلکه ده واى چې نه، خورې بس دى ډېرې شپې يې وکړې نوريې مونږبيايو،دهلک مور ورته ويلي اى خورې! داته څه وايې،اوس اخېره کې زوي رانه بيايې؟دماهيګر ښځې ويلې اى خورې ته څه،څه وايې په اخره کې زوى رانه ستنى؟ هلک غلى ولاړدى هيڅ ام نه وايې،اخر داچې خبره جرګې ته شوه دجرګې خلک چې له هلک نه پوښتنه وکي چې دچازوى يې ؟ هلک وايي د دواړو،خوڅه سربه دې خوږومه خبره حکومت ته شوه،قاضي ټول راوغوښتل هريوخپل دلايل وويل چې دهلک نه يې پوښتنه وکړه چې دچازوى يې؟ هغه بياوويل د دواړو،لنډه داچې قاضي ام دامسئله حل نه کړه اوخبره ترباچاورسده باچاچې دټولودلايل واوريدل،له هلک نه يې چې پوښتنه وکړه هغه بياامهغه پخوانۍ خبره کوله چې زه ددواړو زوى يم .
باچا امر وکه، چې اوس دجمعې ورځ ده زه ځم چې غسل وکم دجمعې دمانځه لپاره پاکې جامې واغوندم،دمانځه نه وروسته به بياپدې مسئله بحث کوو،باچالاړه تشناب ته ننوته دهلک ميندې اوپلرونه اونور راغلي خلک لاړل دمانځه نه وروسته به بيادربارته حاضريږي وزيران دباچادراتلوپه تمه په دربارکې ناست دي،هلک په منډه،منډه لاړوشل ته يې داټوله کيسه وکړه چې زه اوس څه وکم باچا به له مانځه وروسته بيا له مانه پوښتنه کيي،شل ورته وويل: ته اوس لاړشه باچانور له تانه پوښتنه نه شي کولى.
داپه امدې ځاى کې پريده خبرې دباچاکوه، باچا چې کله تشناب ته ننوته کالي يې ويستل شل پرې سحر وکه،له باچايې يوه پيغله کوچۍ جوړه کړه ګوري چې په يوه دښته کې ولاړه ده،يوځوان چې په اس سورؤ راغي کوچۍ يې له ځان سره په اس سوره کړه،کورته يې بوتله دکوچۍ واده جوړشوهغه ځوان ځان ته په نکاح کړه،څلورپنځه کاله په دې منځ کې تيرشول دکوچۍ درې بچي وشول ناڅاپه باچاسترګې وغړولې ګوري په اماغه تشناب کې بربنډناست دى غسل کيي،حيران شو،زر، زر يې کالي واغوستل دربار ته راووته ګوري چې وزيران اماغسې دده په تمه ناست دي مشر وزير ورته وويل باچاصيب تاخونن ډېرزرغسل وکه ته خوپه امدې
شيبه ننوتې،باچاحيران شوچې داڅنګه چل دى زه خوښځه شومه،واده شومه،څلورپنځه کاله منځ کې ووتل درې بچي مې وشل اودوى وايي چې ډېرژر راووتې،باچاهيڅ ونه ويل،خوډېرزيات ويريده،پوه شوچې په دې مسئله کې ام داسې کوم چل شوى اوکه په دى کې نورې پوښتني شروع کې هسي نه چې داځل درنه بل شي جوړنه کي،دجمعې دما نځه نه وروسته چې ټول سره راټول شول دربارجوړشوباچا امر وکه وې ويل:هلک چې څه وايې هغه سيي دي هلک د دواړو زوى دى يوه مياشت دې په يوه کورکې وي اوبله مياشت دې په بل کورکې وي، وزيران اود دربارخلک ټول دباچادې فيصلې ته حيران شول،خوچاد ئيرې څه ونه ويل.
وروستي