د صدیق کاوون په یو غزل (د سبا کوڅه کې)
حبیب زی
فرانکفورت – د جولای 16 ، 2010 ع کال
بیا مې تیر ماښام چې دلیلا کوڅه کې ولیدی
شپه لکه روڼ ستوری دځلا کوڅه کې ولیدی
سم چې داغزیو لوکې ټوله اونۍ ستړی شوی
لوړمازیګری می د خندا کوڅه کی ولیدی
اوښکه وی له سترګو تر پرونه د بڼوپه سر
پرخه په ګلاب می دسبا کوڅه کی ولیدی
هیره میکده کی د جامونو خمارونو نه
تاو راتاو نشو ته دی مینا کوڅه کی ولیدی
دادی ګودرلاری په دا مستو پیغلو ښکی دې
شرنګ ته دبنګړوچا په نڅا کوڅه کی ولیدی
والوځه سپرغی شه دکاوون څوکو ته وخیژه
ما دی سری سکروټې د اشنا کوڅه کې ولیدی
ستا خو دمرجانو ډکی غاړی په څنګله وی
یار دشین خالیو د ښکلا کوڅه کې ولیدی
سم په سره غرمه دی چې نیولی روژه ماته شوه
مستو اټنونو د ی وفا کوڅه کی ولیدی
ناوی ترپرونه چې په سورسالوکې پټی وې
نن په شنه سالو مې دژړا کوڅه کی ولیدی
پټو ژړا ګانو خو د غم په کاڼو و ویشتی
لپه لپه اوښکی چی مسکا کوڅه کې ولیدی
بیا دی له بنګړیو ډکی لیچې ترملا تاوشولی
پیغلو د کابل چې برالا کوڅه کې ولیدی
وروستي