
روهي (دوه نۍ/۴ د چنګاښ)، د هېواد اجرائيه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د ترکيې په ولسمشريزو او پارلماني ټاکنو کې د رجبطیب اردوغان او د نوموړي د ګوند د بريا له امله ترکيي ولس ته مبارکي ويلي.
ډاکټر عبدالله عبدالله د رجبطیب اردوغان تېره ولسمشريزه دوره يوه بريالۍ دوره بللې او د نوموړي تر مشرۍ يې په ترکيه اوسيمه کې پرمختګونه ستايلي.
نوموړي د ترکيې او افغانستان ترمنځ سياسي، اقتصادي، فرهنګي او ديني اړيکې تاريخي بللي او د يادو اړيکو د ښه والي او پياوړتيا په برخه کې د رجبطیب اردوغان د هڅو قدرداني کړي.
اجرائيه رئيس هيله ښودلي، چې واک ته د اردوغان بيا رسېدل به د افغانستان سره د ياد هېواد په اړيکو لا مثبت اغېز وکړي او د دواړو هېوادونو اړیکې به ښه او پراخه شي.
تېره ورځ په ترکيه پارلماني او د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره شوې، چې په اکثريت رايو سره رجبطیب اردوغان د نورو پنځو کالونو لپاره د ياد هېواد ولسمشر شو. بريا دې مبارک وي.