‎پولیس د ټولنې خدمتګار دي!

‎پولیس په اصل کې د ښار د ساتونکي په معنی‎ دي، چې د پيدایښت او راتلوعلت یې ‌‌‌‌‌‌ډېر علمي تفصیل ته اړتیا لري.

‎خو په افغانستان کې د پولیسو منځته راتلل هم ‌‌‌‌‌‌ډېر اوږد او ځلانده تاریخ لري. ‎چې تل یې د خلکو خدمت کړی، او دنده یې په ټولو تاریخي لحظو کې د قدر وړ ده. ‎پولیس په پراخ مفهوم د ټولنې خدمتګار او په ټولنه کې د عامه نظم ساتل او په ټوله کې د قانون تطبیق کوونکي دي.

‎هر عمل چې د قانون خلاف وي هغه جرم دی ، او پولیس تل له مجرمینو سره په مبارزه کې دي، یعنې په دې معنی چې پولیس لومړی باید د جرم له پېښېدو څخه مخنیوای وکړي، او د جرم د سرته رسېدو په صورت کې مجرم د قانون منګولو ته د سپارلو دنده لري.

‎په نننیو شرایطو کې په افغانستان کې ‌‌‌‌‌‌ډول ‌‌‌‌‌‌ډول جرمونه منځته راځي نو د پولیسو په دندو کې هم زیاتوالی راغلی دی، دوی ددې ترڅنګ چې له عادي جرمونو سره مبارزه کوي، بلکې پولیس له ترورېزم سره د تل لپاره په لومړۍ کرښه کې تر بل هر چا زیاته قرباني ورکړې ، او ورکوي یې.

‎د مخدره موادو د قاچاقچیانو سره یې، بله مهمه دنده ده چې تر ترورېزم ستونزمنه ده. ‎ځکه د مخدره موادو قاچاقبران دي چې د ترورېزم د ملاتیر جوړوي.‎ بله ستونزه ‎غیر مسوولې وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې او ګروپونه دي چې په هېواد کې یې نا امنیو ته لاره هواره کړې ده. ‎انساني قاچاقبران، غله، قاتلین، د ځمکو غاصبین، اختطاف کوونکي، او نور غټ او کوچني مجرمین هم د بیدارو پولیسو له سترګو پټ ندي.
 
‎شپه او ورځ یې په مبارزه کې دي چې د پام وړ لاسته راوړنې لري، ، هغه مجرمین چې پورته یې یادونه وشوه، لومړی د پولیسو په وړاندې خپل نامشروع مقاومت کوي او له ‌‌‌‌‌‌ډول ‌‌‌‌‌‌ډول جرمي تکیکونو څخه کار اخلي.

‎له بلې خوا دا جنایتکاران د پولیسو پر ضد ناوړه تبلیغات په لاره اچوي او په مختلفو نومونو یې نوم بدې کوي، اګرچې په پولیسو کې به لږې ستونزې موجودې وي ، خو زیاتې قربانۍ یې د هېواد څخه ددفاع په لاره کې او خلکو ته د خدمت د پاره ورکړې دي، چې د زیاد قدر او درناوي وړ دي.

‎هغه څه چې پولیس زیات ورته اړتیا لري ، سالم مدیریت ، پرمختللي وسایل، او خصوصاً د ولس بې ساری ملاتړ دی، چې هغه ملي، او اسلامي روحیه چې په پولیسو کې شته نوره هم قوي او د ګران هېواد د خدمت د پاره جوګه شي.

‎باید ووایم چې د کورنیو چارو محترم وزیر ویس احمد برمک چې د افغانستان یو اصیل بچی او زړه سوانده انسان دی موږ هیله مند یو چې دده تر صادقانه مشرۍ لاندې به پولیس په ټولنه کې نور هم خپل عزت ، قوت، او نیک شهرت لوړ کړي.

‎چې راتلونکي نسلونه به یې د تل لپاره ددوی ستاینه کوي.