‎د اتمر بریالی سیاست!

‎موږ د افغانستان په تاریخ کې ‌‌‌‌‌‌ډېر سیاسون او مشران تجربه کړل ، هیچا ددې هېواد د بقا‌‌‌‌‌‌ء په خاطر د زړه څخه کار ونکړ، دلیل یې دا وه چې د هغو مشرانو کورنی او بهرنی سیاست څرګند نه وه ، او افغانستان د نړۍ د پاره د باور وړ هېواد نه وه چې همدې چارې په افغانستان کې اږودې جګړې ته لاره هواره کړه.

‎موږ که چېرې هغه مهال د اتمر صیب په شان بریالی سیاستمدار درلودی نو څلوېښت کاله پخوا به موږ د نړۍ په کچه یو غني هېواد او بریالی سیاست لرلی.

‎اتمر صیب د کرزي صیب د وخت څخه یې د افغانستان په مهمو پوستونو کې کار وکړ د افغانستان د ملي ګټو په خاطر یې ‌‌‌‌‌‌ډېرې لویې قربانۍ ورکړې ، خو کله چې د ملي یووالي حکومت جوړ شو اتمر صیب د افغانستان د ملي امنیت د شورا د سلاکار په توګه معرفي شو ، همغې وخته وروسته افغانستان ورځ تر بلې د نړۍ په کچه ځلیدل شروع کړل دلیل یې دا وه چې اتمر صیب د ولسمشر غني تر څنګ کلک ولاړ وه ، لومړنۍ هڅه یې په افغانستان کې د سولې پروسه وه.
 
‎د افغانستان د سولې پروسې د پاره د اتمر صیب هڅې هغه وخت پيل شوې چې په افغانستان کې جګړې ‌‌‌‌‌‌ډېر سخت زور اخیستی وه، طالبانو په ټولو ښارونو ‌‌‌‌‌‌‌ډله ییز بریدونه پيل کړي وه ، حالات سخت بحراني وه ، خو د اتمر صیب په هڅو په ‌‌‌‌‌‌ډېره لږه موده کې د افغانستان حالات کنټرول شول. ‎د افغانستان دښمن په واضع توګه مشخص شو.

‎د افغانستان جګړه مشخصه شوه چې دا پردۍ ده او په افغانانو په زوره تپل شوې. ‎په ملګرو ملتونو امنیت شورا کې پاکستان مستقیمآ د افغانستان د جګړې لامل وپېژندل شو. ‎د افغانستان په تاریخ کې په لومړي ځل د اسلامي هېوادونو د علماو کنفرانسونه جوړ شول چې په ترڅ کې یې د افغانستان جګړه فتنه وبلل شوه.

‎همدا راز د افغانستان د پاره د نړۍ د هېوادونو د پوځي، اقتصادي، مرستو را جلول، ‎اتمر صیب د افغانستان د پاره ‌‌‌‌‌‌ډېر څه وکړل چې دا هر څه د هر چا په توان کې ندي، اتمر صیب دقانوني ورکړل شوي واک څخه په استفادې سره وکولی شو چې د افغانستان د ټولو قومونو تر منځ ان‌‌‌‌‌‌ډول وساتي. اتمر صیب چې د هېواد امنیتي سکتور په برخه کې یې مسوولیتونه لرل تر ‌‌‌‌‌‌ډېره یې ددې برخې په پياوړې کېدو کې مهم رول ولوبوو، چې تر ټولو مهمه زموږ د امنیتي سکتور قوي او پرمختللي تجهیزات یادولی شو.

‎اتمر صیب ‎د افغانستان په کورني او بهرني سیاست کې یو مهمه څېره بللی شو چې په لږه موده کې یې د نړۍ پام د افغانستان په لور واړوه.

‎په ټوله کې د اتمر صیب شتون د ولسمشر تر څنګ یوه اړتیا وه چې د ولس زړونه هم پرې تر ‌‌‌‌‌‌ډېره ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه وه.
‎اتمر صیب د افغانستان د پاره یوه نه تکرارېدونکې څېره ده ،په وروستۍ کې یادونه کومه.‎ که چېرې اتمر صیب د افغانستان د سرنوشت د پاره ددې ولس د زعیم په توګه یو ځل بیا را څرګند شي نو باور لرمه چې د ولس پراخ ملاتړ به ورسره وي او د افغانستان د سرنوشت د پاره به یو مثبت مشر ثابت کېږي.
‎موږ یې بریا غواړو.