
سوله هغه پاکه او مقدسه کلیمه ده چې په ویلو سره یې د انسان روح ته سکون او آرامښت ورکوي، سوله آبادي ده ، سوله پرمختګ دی، سوله علم دي ، سوله خوښۍ ده او بالاخره سوله د ښه او سالم ژوند تعریف دي.
سوله د ټول بشریت لپاره یو اساسي رکن دي؛ خو زمونږ افغانانو لپاره بیا لکه روح داسې ضرورت دی ځکه مونږ د سولې لپاره خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی، مونږ د سولې لپاره د ګران افغانستان ټوله خاوره په بارودو سوزولې، مونږ د سولې لپاره د هیواد بنسټ له لاسه ورکړې، مونږ د سولې لپاره په زرګونه قربانۍ ورکړي دي.
په افغانستان کې د سولې راتګ داسې آسان کار ندي چې هر څوک دې د سولې د راتګ سبب وګرځي، سوله قاطع هوډ ته ضرورت لري، سوله د افغانانو په حالت زړه سوي ته ضرورت لري، سوله ملي فکر ته ضرورت لري او بالاخره سوله اخلاص او وفادارۍ ته ضرورت لري. سوله ساختماني پروژه نده چې څوک دې په ټیکه واخلي او د پیسو په مقابل کې دې ساختمان جوړ کړای شي، سوله تجارتي قرار داد ندي چې هر څوک دې داودطلبۍ ته حاضر شي او قرارداد دې د پیسو په مقابل کې تر لاسه کړي؛ بلکه سوله یوه هیله او آرمان دی چې ولسونه یې د خپلو قوي آرادو پر بنسټ خپلې خاورې ته راوړی شي.
د سولې آدرسونه اشخاص نشي کیدای، د سولې مرکزیت ولسوالۍ او ولایتونه نشي کیدای بلکې سوله د ملتونو د ټولې جغرافیې پورې مربوطې دي. د افغانستان ټول ملت څه بلکې ټول بشریت د سولې او ملي پخلاینې ته انتظار باسي. دلته هر فرد د روانو جګړو له امله په روحي ناروغۍ اخته دی، د روانو جګړو له امله هرې مور خپل خوږ زوي له لاسه ورکړی، هرې ځوانې خور خپل خاوند له لاسه ورکړی، هر ماشوم خپل خوږ پلارجان له لاسه ورکړی، دلته هر ځوان کډوالۍ ته مجبور شوی.
دا نه جګړه ده او نه انقلاب چې زمونږ ګران هیواد وال ورڅخه شپه او ورځ کړیږي بلکې دا بدبخته ناورین دي چې هره ورځ یې د ژوند له خوږو نعمتونو څخه بې برخې کړې یو، دلته د جګړې دوام په عایداتي منبع تبدیل شوی، دلته د جګړو د تودوالي لپاره زمونږ مسلمان ورونه او کافر دښمن د افغانانو لپاره د سؤن توکي برابروي تر څو د جګړې ګرمت دوامداره کړي. دوي په جګړو کې خپل خیر لټوي ځکه ددوي لسګونه عایداتي منابع له لاسه ورکوي.
په سوله کې د مخدره توکو قاچاق، د خپل سره وسلوالو ډلو پرمختګ، د معدنونو چور، د ځمکو غصب، په دوبۍ کې قصرونه، په اسلام او مجاهد تجارت، زامنو او لورګانو ته لسګونه باډیګارډان او د تورو ښیښو موټر خو نشي تر لاسه کیداي. هغه ډالري بستې خو په سوله ایز ماحول کې هر چاته نه رسیږي چې دوي یې د ورور وژنې او هیواد د تباهۍ لپاره تر لاسه کوي.
افغانان باید خپل دښمن وپیژني، هغه څوک چې له افغانانو سره په مستیقمه جرګه کې بوخت دي دومره ندي مضر لکه د هغو په شان چې ډوډۍ ستا خوري او تیزونه د بل په ډیران اچوي، د ملي وحدت د حکومت د راتګ سره سم د سولې او ثبات په هکله کوټلي ګامونه پورته شول، په کور دننه بې له عامو ولسونو چې د جګړې اصلي زیانمن دی ملاتړ تر لاسه کړ مګر اکثره سیاستمدارانو د سولې روانو هڅو ته د شک په سترګه کتل، ځکه په روانو څلوښتو کلونو کې د سیاسیونو کاسې تر بل هر وخت غوړې وې، کورنیو یې تر بل هر وخت د ښه ژوند خاوندان شول. چا به ورباندې غوا نه خرڅوله هغوي نن په زرګونه جریبه ځمکې لري، په شرق او غرب کې یې بلډینګونه دي، اولادونه یې د نړۍ په بهترینو هیوادونو کې درسونه وایي. بې له عامو ولسونو چې هره ورځ یې خوراک د اوښکو سره مل دي.
افغانانو په څلویښتو کلونو کې یوازې درې ورځې خوښ ژوند تر سره کړ، په درې ورځو کې د ژوند په مفهوم پوه شول، په درې ورځو کې یې خپل کلی ولید، په افغاني طبیعت یې سترګې خوږې شوې، د درې ورځو اوربند لپاره افغانانو سوالونه شروع کړل چې خدای دې دا درې ورځې درې زره کاله کړي. په اوربند کې د طالبانو راتګ لپاره افغانانو خپل احساسات له اوښکو تویولو سره بدرګه کول، د ګلونو ګیډۍ یې خپل میړنیو سرتیرو او طالب ځوانانو ته ډالۍ کولې. له ډیرې خوښۍ زمونږ خویندې سړکونو ته راووتلې او د خوښۍ اوښکې یې په ګریوانونو توې کړې.
آیا دا هر څه همدومره ارزښت درلود چې ستاسې په مخالفت دې له مینځه لاړ شي؟
هرګز به داسې کار ونشي، اوس ټول افغانان تاسې پیژني، اوس ستاسې اولادونه ستاسې سره په اغزنو لارو تګ نکوي، اوس ستاسې ټیکداري ختمه شوې، اوس ستاسې پښو کې جنت نشته، اوس ستاسې دعاوې نه قبلیږي.
پوه شئ چې اوس مونږ تر تاسې ښه رهبر پیدا کړي، داسې رهبر چې شپه او ورځ د افغانانو لپاره په ناروغ وجود کار کوي، زحمت وباسي تر څو زمونږ له ګران هیواد د غاصبینو لاسونه قطع کړي، مافیایی کړئ له مینځه یوسي، د مخدره توکو د قاچاق مخنیوي وکړي، دایمي سوله راولي، ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي او بالاخره یو آباد او سرلوړي افغانستان راته په میراث کې پریږدي.