د جنسي درملو د خوړولو پنځه خطرناک زيانونه
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
له واده مخکې د نامشروع اړيکو تر سره کولو، د لوڅو فلمونو او انځورونو کتل، د لاس په وسيلې د مني بهر کول او ورته نورې کړنې هغه څه دي، چې په نارينو کې جنسي ځواک کمزوری کوي. په يو شمېر نورو کسانو کې بيا فزيکي ناروغۍ، روحي او ذهني فشارونه، ویره، اندېښنې او پر ځان بې باوري؛ جنسي ځواک کمزوری کوي.
د پورته ستونزو د حل او خلاصون په موخه، د ټېکنالوژۍ او نوی ساينس پر مټ داسې درمل جوړ شول، چې تر يو ټاکلي وخت لپاره جنسي ستونزې لکه زر انزال ته رسېدل، د تناسلي آلې نه پورته کېدل، د مني کموالی او نورو کې مرسته کوي. که څه هم دغه درمل له ګټو خالي نه دي او که چېرې د ناروغۍ له تشخيصص وروسته د متخصص ډاکټر په توصيې او مشورې سره وخوړل شي، نو د خدای (ج) په کرم چې ستونزې به حل کړي. په دې لېکنه کې د جنسي ځواک د پياوړتيا د درملو پنځه عوارض جانبي Sideeffects درته په ګوته کوو، چې په خپل سر د خوړولو له امله پيدا کيږي.
۱- د زړه حمله: هغه ګولۍ او يا نور درمل چې د نارينه تناسلي آله د ډېر وخت لپاره سخته ساتي او د رز انزال مخنيوی کوي؛ د زړه ناروغانو لپاره خطرناکې پايلي لري. دغه درمل د وينې دوران ګړندی کوي او په دې سره د زړه د حملې شونتيا څو برابره زياتوي. پرته د زړه له حملې د تناسلي آلې د سختوالي ګولۍ بې خوبي رامنځ ته کوي او د سر د ګرځېدو لامل کيږي.
۲- مصنوعي جنسي هڅونه: هغه ګولۍ او يا نور درمل چې د جنسي تحريک او هڅونې لپاره خوړل کيږي په وجود کې هم دا يو مصنوعي جنسي تحریک رامنځ ته کوي، چې له طعبيي سره توپير لري او مصنوعي خواص لري. د بېلګې په ډول له خپل ميرمنې سره د جنسي اړيکو د تر سره کولو په وخت کې که جنسي هڅونه د درملو په وسيله رامنځ ته شوې وي، نو ستړې کوونکي او له جنسي اړيکو وروسته د خپګان او ستړيا سبب کيږي.
۳- د تناسلي آلې بې حسي: که چېرې د درملو په وسيله سره د زر انزال مخه ونېول شي، نو د نارينه تناسلي آله په خپل عادي حالت کې نه وي. خاوند نه جنسي خوند اخېستلی شي او نه هم په دې پوهيږي، چې جنسي اړيکې يې په کوم ډول تر سره کړې. تر دې چې د ميرمنې لپاره هم دغه ډول جنسي اړيکې بې خونده، اجباري او د نه لېوالتيا لرونکې وي.
۴- عادت جوړېدل: هر کله چې يو نارينه د تناسلي آلې د سختوالي، د جنسي هڅونې او د انزال د ډېرې مودې لپاره په پر له پسې ډول له دغه ډول درملو ګټه اخلي، نو لږ وخت وروسته يې وجود ورسره عادت کوي او که چېرې دغه درمل ورته ونه رسيږي، نو په طعبيي ډول وړتيا به ونه لري چې جنسي اړيکې تر سره کړي.
۵- پر ځان بې باوري: لکه څه ډول مو چې وړاندې وويل، په عادتي ډول سره له دغه درملو ګټه اخېستنه طعبيي جنسي ځواک وژني او که چېرې يو کس په طعبيي ډول سره جنسي وړتيا هم ولري، خو د درملو په نه خوړ فکر کوي، چې جنسي اړيکې نه شي تر سره کوله، چې دا په خپله پر ځان بې باوري رامنځ ته کوي.
وروستي