غزل

چې د اوښکو به جرګو جرګو کې ګرځي 
ارمانونه د احساس لمبو کې ګرځي

د ساقي د لاسه جام ځکه نسکور شو
چې نظر یې د قانون شملو کې ګرځي

د فلاح د لورې رو رانه غلط شو
یاد خو ځکه په زړو کیسو کې ګرځي

چیرې بیا به یی د حسن کیسه ګۍ وي
ځکه زړه مې د پردو دیرو کې ګرځي

دا خو ځکه چې ابرو د ژوند ګاڼه ده
پیغله مینه مې د زړه ورشو کې ګرځي

د روح پاڼې رنګینۍ ته څه په منډه
شاعر خیال ځکه په ګل کڅو کې ګرځي

چې د فکر په ټال زانګي میرویس ګوره
ستړی ستړی د اشنا کوڅو کې ګرځي