څومره ډيرې دي تنګسې وطن مې خوار دی
هرې خواته دي جګړې وطن مې خوار دی
زه سوالګرو ته لیدی نشم شرمیږم
جیب کې نه لرم پسې وطن مې خوار دی
دا ټوپک دی دا کوتک دی زورواکٍي ده
ښه ښکاره وهي نعرې وطن مې خوار دی
څه دې ویلې خو په ما دې زړه ونه که
غریبي ده پوهیدې وطن مې خورا دی
په غریبو همیشه قانون تحمیل وی
غټان ګرځي سترګې سرې وطن مې خوار دی
له واکداره یی ګاردان لا بی خیا دي
کوې ډيرې ناز نخرې وطن مې خواردی
ترافیک د سرکو ډیکه دارن دي
اخلي باج ښه بې پردي وطن مې خوار دی
ددې خوار وطن له نسه ټول ماړه شو
ږدي کاسه کې بیرته ښپې وطن مې خوار دی
د میرویس وینا کاذبه که ریښتیا ده
که چار واکي وي دلې وطن مې خوار دی
وروستي