
د هیواد په اکثرو ولایتونوکې دودیزې کلنۍ مشاعرې په بیلابیلو نومونو سره لمانځل او په لاره اچول کیږي، چې دغه مشاعرې نه تنها زمونږ د فرهنګ او ادب هستۍ او بډاینه ده؛ بلکې زمونږ د فرهنګپالو او ادبپالو د زړونو خواله او دردونه چې دوی د خپل هیواد په اوسني حالاتو کې ویني، اړونده مسولینو ته په خوږه او لطیفو الفاظو څرګندوي، چې کیداې شي اړونده مسولین او چارواکې پروخت ورته رسیدګي او د حل لارې ولټوي.
بله خبره دا چې یادې مشاعرې په هیواد کې د ملي یوالي او تل پاتې سولې په راوستو کې د خلکو لپاره یو ښه او په زړه پورې پیغام لیږدولی شي.
نو شاعران او فرهنګي کدرونه هم کوښښ وکړي، چې مثبتې لیکنې او شعرونه د ټولنې د درد احساس په شعر او لیکنو کې راونغاړي، ترڅو ګران افغانستان کې د تل لپاره ډاډمنه سوله راشي.
هیڅ افغان د یو نوم اوبل په نوم قرباني نشي. فرهنګپالو او د قلم خاوندانو لپاره اړین بریښي، چې په خپلو لیکنو کې د ژوند دپرمخ بیولوله پاره مهم اړخونوته لازمه یادونه وکړي. ولس د ملي یوالې، ملي پخلاینې او د ورورګلوۍ له پاره رامات کړي، ورته پیغامونه او موضوعات کیدای شي، چې په خلکوکې مثبتې اغیزې وکړي، که چیرته په دغه لار مونږ مثبت یون ترسره کړل کیدای شي، چې کړنې به موښې پایلې ولري او تل به د یو ډاډمن او سوله يیز چاپیریال کې ژوند ته بې له کومې ویرې دوام ورکړو او هیواد به مو د پرمختللو هیوادونو په قطارکې ودرو.
ان شاالله