
دمرغومي یاجدی شپږمه د۱۳۵۸ کال دسره پوځ یرغلګرود افغانستان په پاکه خاوره په درندونظامي تجهیزاتوباندې سمبال دځمکې اوهواله لارې یرغل راوړل، دهیواددویجاړیو، دميلیونونوافغانانودشهادت، معلولیت اوبهرنیوهیوادونوته مهاجرت لامل شول، دننني نسل اودهیوادپروني نسل دغه ورځ به دوی ته نه هیریدونکی وي .
دمرغومې شپږمه نیټه دافغانستان پرسپیڅلي اوآزادحریم دشوروی اتحاد دچارواکویوه ستره تیروتنه وه، په مادي اومعنوي لحاظ یې دواړه ملتونه وځپل اوګڼې ستونزې اوناخوالې یې راوپنځولې.
روسانودخپلولاسپوڅو په اشاره غوښتل افغانستان ترخپلې ولکې لاندې راولي اودهنددتودواوبوپه لورمخه کړي،خوددوی دغه موخه په دې لامل ناکامه اوشنډشوه چې دخپل ښکارلپاره یې دګیدړې پرځای زمری انخاب کړی ؤ.
دهیوادباتورملت اوزړ ورومجاهدینوپه میړانه اوشجاعت سره دیرغلګروپه وړاندې دجهادبیرغ اوچت کړاو دزیاتومبارزواونه ستړی کیدونکوهڅوباندې وتوانید،چې ددومیلیونو تکړه ځوانانودشهادت آرمانآااااااا په پوره کیدو په زرګونومعلولوافغانانوپه ګرځیدو دهیوادڅخه یرغلګروسروپوځیانوته یې ماته ورکړه اودافغانستان له پاکې خاورې څخه وشړل. ددې شرمندلې ماتې سره دپخواني شوروي سیسټم له مینځه ولاړ، تیت او پرک شول اونورهیوادونه هم ورڅخه آزادي واخیسته.
له نن څخه پوره ۳۰کاله وړاندې؛ کال ۱۳۶۷ هجري لمریز دسلواغې ۲۶ مه دشوروي سرولښکروماته دافغانستان په تاریخ کې ثبت اوپه زرینوکرښوولیکل شوه، ترڅونورهیوادونو دداسې بی غیرتې ماتې اوغاښ ماتوونکې ځواب څخه عبرت ترلاسه کړي.
تاریخ ښودلې چې افغانان دنړۍ هیوادونوپه وړاندې دښې حسنې،نیک روابط او علاقمندي ددواړوخوا په ځانګړې ډول دګاونډیوهیوادونوسره ډیرې ښې دي . ولې دخپلې پاکې خاورې په ساتنه اودملي شتمنیواوناموس څخه دفاع دیرغلګروپه مقابل کې مبارزه یې کړې دي اوکوي به یې.
افغان باتوراوغیرتي ولس دخپلونیکونواوپلرونوپه پل قدم ایښې دی، دمتجاوزینواویرغلګروپه وړاندې دخپلوفرضي وجیبوڅخه کاراخیستي. څنګه چې زموږ اباګانودنړۍ استکباري سترقوت انګلیس ته ماته ورکړه، نوپلرونو مو هم ددویم سترطاقت روس یې له پښو څخه وغورځول اوتراوسه یې په ناتاریوکینولي دي.
نوپه پای کې دافغانانودلابریالیتوب هیله اودافغانستان سمسورتیا جوړونه دهمدې ننګیالیوبچیانوپه مټ غوښتونکې یو.