غزل

دواړه شونډې مې نن چپ دي ګريوان حالونه وايي
فطرت دی هم خاموشه او ارمان حالــــــونه وايي
ډارن نه وم چې خواته زه درتللی نشوم ما وې
بيا به ستا د کلي ټول ماشومان حالونه وايي
ما وې چې ښکلی ګرځی ولې لرې له مينو ؟
دی وی مین اوس لکه ليونيان حالونه وايي
فتوا زما د مرګ خو د راوړې ده په لاس کې
په قبر به مې ياره درويشان حالونه وايي

تاخو ما ته وې چې له درد سره دې روغه کړې
نو ای( پرديسه) څه له طبيبان حالونه وايي
 
هلمند پرديس
اوکراين اديسه