پښتون قوم ته !

پښتون قوم ته !                                                       
په لاره ځم ټوله شرنګیږم                         
ستا د تهمت ځنځیر په غاړه ګرځومه   
 
زه چی کله د تاریخ واقعاتو ته ګورم او بیا ښاغلی پښتون ته ګورم نو دغه پاس  ټپه  می تر خیاله راشی .
موږ په خپل تاریخ ډیر ویاړو ، او په دی دنیا به داسی قوم نه وی چی هغه دی په خپل تاریخ غرور ونکړی .
که موږ د تاریخ پیښو ته زیر شو ، موږ هر څه درلودل ، خو د افسوس خبره دا ده چی موږ یی په ارزښت پوه نه شو .
که د بیلګی په شکل ووایو چی له خوشال خان بابا نه تر عبدالغفار خان بابا پوری موږ د جهان په تول پوره د سر سړی درلودل ، خو موږ ولی لا تر اوسه هم د جهان ناپوه اولس پاتی شوی یو .
زما په اند پښتون قوم چی څومره په بی معنا غرور او په خپلی ناپوهۍ او سرتمبګۍ ولاړ دی په نړی کی به یی مثال نه وی!
هر څه یو سرحد لری ، مطلب می که جنګ دی ، او که ظلم ، ناپوهی ده او که بی علمی .
د جهان په هر اولس د جنګ ، ظلم اود  بی علمۍ نادودی راغلی دی ، خو د وخت په تیریدو  یی همدغه محکوم او مظلوم اولس په خپله د هغی ټغر ورټول کړی دی ، او خپل انسانی مسولیت یی ادا کړی دی .
نړی چی نن له کوم پرمختګ نه برخمنه ده ، دا کومه معجزه نه ده ، بلکی دا د هغه اولس چی پرون یی ناخوالی لیدلی او تیری کړی دی ، له هغی نه یی عبرت اخستی ، او یون ته یی بډی راغښتلی ، ځانونه یی د کمال تر پولو رسولی دی .
مګر پښتون قوم لا تر اوسه هم که احمد دی او که محمود ، که لر دی او که بر دی پردیو اډیالوژیو ته غوږ نیولی دی ، او هر وخت یی د بل په فکر او کومک  ته سترګی نیولی دی ، او هيڅ وخت یی په خپل اتفاق او فکر اتکا نه ده کړی ، د بل ډول ته په ګډا دی او بس .  
          پښتون قوم نن تر بل هر چا په خپل ځان ډیر ظلم کړی دی او کوی یی ، او دا  دی ظلم لړی همداسی دوام لری .
 پښتون نن دومر ظالم شوی دی چی نه د ورور په مرګ زوریږی نه د خور ، او همدارنګه د مور او پلار مرګ هم ورته عادی شوی دی .
 
 خو دا  قوم دی دا نه هیروی چی د خدای پاک هم ظالم نه خوښیږی ، نو داسی ورځ راتلونکی ده  چی دا قوم به خامخا یوه ورځ  د خپل ظلم او ناپوهۍ له وجی د نړی په ورکو قومونو کی حساب شی .  
د نن او سبا د جنګ اتلان دی نړی هوښیار اولس دی نه ناپوهه ، اتلان په دی معنا چی بایللی جنګ یی ګټلی وی .
کنه د جهان هر زبرځواک د پښتون قوم له خوا ماتی خوړلی ده ، خو پښتون د خپلی ناپوهۍ او بی علمۍ له وجی هر وخت ګټلی جنګ بایللی دی .  
 
او کچیری پښتون قوم دا فکر کوی چی په موږ به د  خدای له لوری رحم کیږی او موږ  به اباد قوم شو ، خو دا یوه لویه تیروتنه ده ، ځکه چی لوی خدای (ج) پرهغه چا  خپل رحم کوی چی هغه په خپل ځان رحم وکړی .
ستر رب موږ په موږ رحم وکړو ، موږ ته یی خوشال خان خټک راکړو خو څوک یی په قدر پوه شول ؟؟؟
نه ! هیڅوک یی په قدر پوه نشول او هغه هم د خپلی بی وسۍ له وجی  په اخیر کی په دی ناره تکیه وکړه چی .
 
زه یی چا لره وهم قدر یی چا زده 
په اور وسوزه دا توری   قلمونه  
 
او همدا رنګه عبدلغفار خان بابا هم تر مرګه دا خبره وکړه چی . 
 ای د پښتون قومه رابیدار شۍ پریږدۍ د غفلت خوبونه ، راشۍ چی د انقلاب وخت راغلی دی ، او دایی هم ورته وویل چی انقلاب اوده قومونه  لکه خځله له ځان سره وړی ، او ویښ قومونه تری ګټه پورته کوی ، خو پښتون لا  هم کوڼ دی ، ړوند دی ،  ناپوه دی او ظالم دی ، او ډیره دی افسوس خبره دا ده چی تر بل هر دښمن یی زیات په خپل ځان ظلم کړی دی .
 
 نو اوس پښتون اولس ته دا پکار ده چی راشۍ پخپله اتفاق وکړی ، د ناپوهۍ او جهل سره جهاد وکړۍ ، نه د مکتب ، پول ، کلینیک ، او نه د خپلی ملالۍ خور او نه د احمد ورور سره ، راځۍ چی پرمختګ ته بډی راونغاړو او دا اولس له دغه ناورین نه رابهر کړو له کوم سره چی نن لاس او ګیروان دی ، راځۍ چی یو او بل ته لکه د انسان غاړه غړۍ ورشو صلحه او امن راولو ، او د ظلم له شره ځا نونه خلاص کړو او خپل اولس د سیالو قومونو په کتار کی ودرو .
او که داسی ونکړو او دا د ظلم لړی همداسی دوام ومومی نو موږ بیا خارجی وحشت ته هیڅ ضرورت نلرو چی موږ د ورک کړی ، ځکه چی موږ به یو بل پخپله  سره ورک کړو .
او د پښتون اولس به هم اخیر د نړی ورکو قومونو ته ورګډ شی .
 
هلمند پردیس 
 اوکراین – ادیسه