
د روژې د میاشتې وروستۍ شپې وې، د اوربند په هکله خبرې تودې وې، توریالي او ملګري یې د څه کار په مخه د ښوونځي دروازه چې نیم کښه خلاصه وه د لاس د ورغوي په برکت یې ترې غږ پورته کړ، دوه تنه تنکي زلمیان چې له څېرې اوعمره زده کوونکي ښکارېدل را ووتل ورته یې ښه راغلاست وویل، ځانونه یې ورته وښودل تر د یې تم کړل تر څو د لیسې له مدېریت څخه اجازه واخلي، خو نېکمرغه چې د هو د ځواب په ترلاسه کولو یې د ادارې تر دروازې بدرکه کړل.
د ښوونځي ودانۍ په ښاري بڼه هسکه شوې وه، چې نری او اوږده دهلېز کې له ښي او چپ لاس ته د خونو دروازې راوتې وې، چې د ځينو یې دروازې پرانېستې وې، دزده کوونکو شور د پام هماغه خواته ووړ چې استادان یې د لرګي په ګرځولو سره ښکارېدل، خو د اداري خونې په برخه کې د دهلېز سور زیات شوی دی او همدلته د نوموړې خونې دروازه راخلاصه ده.
په چت کې را ځوړنده رسۍ چې له ورایه د بخارۍ د نل په څیر څه په کې ځوړند ښکارېدل حیران کړل چې دا څه او د څه لپاره دي اوس خو د ساړه موسم هم نه دی چې د تودخې لپاره یې وکاروي ، پوښتنه یې ونکړه، تر نږدې کېدو یې صبر وکړ ویې وکتل چې د درنې وسلې د مرمۍ پوښ دی دا فکر یې وکړ چې دا به د ماینونو د خطرونو د مخنیوي عامه پوهاوي په موخه لګول شوي وي.
د ښوونځۍ د مدېر سره ورته د خبرو وار لا رسېدلی نه وو، په تنديو یې لاسونه کش کړل؛ تر څو خپله خوله وچه کړي ،جان ګل اقا د مدېر مېز ته مخامخ د قبلې لورته په دېواله کې را ځوړند ساعت ته وکتل؛ ویې ویل نا وخته دی؛ هسې خو هم روژه ده که زما په زړه وي دا میاشت مې رخصتي اعلانوله، د دروازې له کونج څخه یې هغه کوتک راپورته کړ چې څه شیبه مخکې ښوونکي خالقداد له ټولګي له ځان سره راوړی وو او د مرمۍ له پو ښ یې ترنګ پورته کړ او له همدې غږ سره یې درسي ساعت پای ته ورسېد.