
شنبه (خالي) ١٧/٠٧/٢٠١٠
پېښور: د مهترلام بابا ادبى ټولنې د اوونيزو غونډو په لړ کې پرون د جمعې په ورځ د پېښور د بورډ د زيارت تمځي سره نزدې د پي سي ايس په کالج کې ديارلسمه اوونيزه غونډه وکړه د غونډې مشر محمداياز جانباز وو او مشران مېلمانه يې محمد عارف همدرد او حشمت الله حيران وو، د تېرې غونډې ګذارش روييد همت وړاندې کړ، د وياند وى چارې عبدالوهاب څاروان تر سره کړې او تلاوت محمد اياز جانباز وکړ، د عماد الدين دوران په غزل کره کتنه وشوه چې له ډېرو خبرو وروسته معياري و ګڼل شو په غونډه کې پنځه ويشتو ليکوالو برخه اخستې وه، پرېکړه وشوه چې راتلونکې غونډې ته به ښاغلى ليکوال محمدعا
رف همدرد نثري ليکنه کره کتنې ته راوړي.