یو اختر دوه خوشالي

د جون په نهمه طالبانو د ملا هیبت الله ډلې او د ملا محمد رسول ډلې لخوا د اوربند اعلان د ملګرو ملتونو په شمول د نړۍ ډیرو هیوادونو یې ملاتړ وکړ او ورسره د هیواد دننه د خلکو لخوا هم زیات وستایل شو. که څه هم د اوربند موده کمه ده خو د سولې لپاره یوه خوشبیني ده او خلک یې هیله مند کړي چې درې ورځې اوبند مو کیدای شي په دایمي سوله بدل شي.

د ولسمشر لخوا د نهه ورځني اوربند اعلانول یو داسې کار وه چې طالبان یې که ډیر نه تر دریو ورځو خو له جنګ کینول زه په خپله د ولسمشر د اوربند اعلانول ستایم او داسې مالومیږي چې د سولې لپاره د ولسمشر اراده قوي او سپیڅلې ده.

د طالبانو پخواني مشران چې اوس مهال له جنګ ستړي او په کورونو ناست دي د اوربند هرکلی کړی او وړاندوینه یې کړې چې شاید د اوربند موده تر دریو میاشتو پورې وغځول شي، د دوی یاد نظر د ګڼ شمیر هیوادوالو لخوا د بحث موضوع ګرځیدلې او په د خبره خوښي څرګنده کړې.

یو شی چې باید د دولت ورته فکر وي هغه د تیارسۍ حالت ده، د افغانستان د دفاع وزارت په ځلونو دا خبره کړې چې افغانستان کې د طالبانو په شمول له شلو زیاتې جنګي ډلې د دولت خلاف فعالیت کوي. که د اوربند مادو ته ځیر شو د طالبانو ویاند وویل موږ یوازې له کابل ادارې سره اوربند کوو او په هغوۍ بریدونه نه کوو خو په بهرنیو ځواکونو حملې نه دروو ځکه چې اشغال لا هم دوام لري، بله دا چې دا چې په تیرو څو میاشتو کې کابل کې د داعش ډلې ډیر خونړي بریدونه وکړل امکان د ولري چې د اوربند له خلا څخه په استفادې او د خپل ځان د لا مطرح کولو په پار حملې وکړي خو امنیتي ځواکونه باید تیارسۍ حالت کې وي.

شاید ګاونډي استخبارات چې له کلونو راهیسې د افغانانو وینې څښي له د فرصت استفاده وکړي خونړۍ حملې وکړي د دولت او طالبانو ترمینځ د تل لپاره اعتبار له مینځه یوسي، خو د دا ډول ناوړو کړنو په مخنیوي کې یوازې دولت نه باید چې طالبان هم مختاط واوسي خپل استخبارات په لاره واچوي او څوک پرینږدي چې د دوی او د دولت ترمینځ د اعتبار فضا له مینځه یوسي.

دا چې طالبانو د کوچني اختر تر دریمې ورخې اوربند اعلان کړی او د اختر ورځې د خوښۍ ورځې دي ټول هیوادوال خوشاله دي چې د اختر د خوشالۍ ترڅنګ له درې ورځني اوربند خوند اخلي.