دا چې رسمي کمپاینونه پای ته رسېدلي وه د ټول کال کارونه یوې خواته مګر د ټاکنو د ورځې کار بلې خوا. زه او اخندزاده صیب چې د ټاکنیز کمپاین تر ټولو مهم غړي وو هغه د چا خبره د کابل ښار مو تر مازدیګره پورې په یوه پښه راوکتلو. مرکزي دفتر ته راپور د ټولو حوزو وصعیت څارل او بیا ریس صیب د هر ساعت څخه په جریان کې کول لمړۍ مالومات زموږ لخوا تاییدیدل او بیا ریس صیب ته استول کېدل ټول هغه کارونه وه چې د ورځې جریان کې مو ترسره کړل.
ښاغلی شریف ستانکزی د مالوماتو راټولولو او استولو مسول وو، ستانکزي داسې یو سیسټم رامنځ ته کړی وه چې د ټاکنیز کمپاین هر یو کس پکې خپل کارونکی یا یوزر درلودلو هر کارونکي به خپل مالومات هلته پورته کول وروسته به ستانکزي ټول مالومات راټولول او بیا به یې انلاین یوه کڅوړه کې کېښودل چې هیچا پکې بدلون نه شو راوستلی. ستانکزي به هم هرو لسو دقیقو کې ګروپ کې پیغام لېږلو او له تایید وروسته به یې ریس صیب ته لېږل.
د مازدیګر په پوره څلورو بجو او دېرشو دقیقو د ټاکنو ټول مرکزونه په اتومات ډول بند شول او پوره پنځه ساعته وروسته یعنې د شپې په نهه نیمو بجو د ټاکنو خپلواک کمیسیون بریالی نوماند اعلانولو. کله چې د ټاکنو ټول مرکزونه بند شول زه او اخندزاده صیب د کابل په نوي ښار کې وه. ټوله شپه مو په ویښه تېره کړې وه سخت بې خوبه وه اخونزاده صیب ته مې وویل راځه چې یوه پیاله ترخه کافي وچیکو نن شپه هم خوب نه کېږي ځکه چې بریا زموږ ده او شپه به په لمانځلو تېره شي. د عصمت مسلم د کوڅې په سر کې زموږ د ملګري حبیب خان توتاخېل د سېدکرم په نوم پنځه ستوریز هوټل درلودلو هلته مو کافي وڅکله. کله چې راوتلو حبیب خان توتاخېل مو د هوټل دروازه کې ولیدلو چې له یو روز رایز موډل موټر څخه راښکته شولو دواړو خواوو ته یې امنیتي ساتونکي روان وه. ساتونکو یې تورې عینکې او تورې درېشۍ اغوستې وې کلکه ستړي مشې یې وکړه او له هغه وروسته یې مبارکي راکړه چې بریا زموږ ده او بیا یې بښنه وغوښتله چې زه د وروستیو ورځو کې مصروف شومه هغه ځکه چې فرانسه کې مې د سیدکرم دوهمه څانګه فعالوله او همدا شان د کندهار او بدخشان څانګو باندې هم کار په چټکۍ روان ده ځکه چې اوس خود خدای شکر دی ډېر سیلانیان لرو او له خدایه ډېر راضي یمه چې ډېر مشتریان لرم ما هم ترې مننه وکړه چې له موږ سره یې خپله مرسته کړې د بیا لیدو په هیله مو له یو او بل څخه خدای پاماني وکړه.
زه او اخونزاده صیب د مرکزي دفتر په لوري چې دارلامان کې وه وخوځېدلو. د صدارت څلور لاري څخه مخامخ د اسمایي غر منځ کې د ملا مشک عالم ټونل چې لنډه لاره وه حرکت وکړ او مخامخ د دارلامان سړک ته ووتلو. د دارلامان په سړک خال خال خلک ښکارېدلو ښار ته غځېدلي سړک باندې مېټرو بسونه چې سور رنګ یې لرلو خپلو تم ځایونو کې ودرېدل او سپارلۍ به یې پورته کولې.
څنګه چې دفتر ته ننوتلو د ماښآم د اذان وخت وه چې عبادالله آمیري باندې مو سترګې ولګېدلې چې مټې یې بډ وهلې مخ او لاسونه وچوي. تازه یې اودس کړی وه اخندزاده صیب پرې غږ وکړ آمیري صیب تا ته خو نوي حکومت کې یو شخصي ملا په دنده ګمارم چې تاته هر لمونځ په جماعت باندې درکړي چې چېرته ځې نو ملا به هم سیار درسره ګرځي. امیري صیب مسکی شو او موږ ته یې وویل، چې ریس صیب راغلی ده زر راځه چې د جماعت لمونځ وشي ریس صیب غونډه راغوښتې ده. زموږ د دفتر امام فضل رحیم صاحب زاده چې مشهور په ټانګ ملا وه د لغمان د الینګار ولسوالۍ څخه وه. له لمونځ وروسته یې د وطن په خیر دعا وکړه ټولو هغو شهیدانو او د هغوۍ کورنیو ته چې د وطن لپاره یې خپل سرونه نظرانه کړي دي دعا وکړه.
غونډه د دفتر په یو کوچني تالار کې وه او ځانګړو کسانو پکې برخه لرله. ولسمشر پروفیسور انګار بنایي د ټولو څخه ځانګړې مننه وکړه او بیا یې ټولو ته مخکې له مخکې مبارکي ورکړه. د ټولو په خولو مسکا خپره شوه بیا یې موږ ته مخ راواړاوه ویې ویل، پوهېږم تا او اخندزاده صیب خوب ندی کړی خیر نن شپه هم تېره کړۍ بیا مزې کوۍ. د فرهنګې کمېټې ریس ښاغلي ایمل فرهاد ته یې وویل، نن شپه خو د چې څومره زړه وي هغومره شور په ښار کې جوړ کړه او تر لمر ختور پورې د کابل ښاریان باید چې د تیارې درک ونکړي. غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده او ولسمشرد ارګ په لوري وخوځېدلو چې رسنۍ ورته په طمع وې.
د شپې نهه نیمې بجې وې چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس کرامت الله ځدراڼ ښاغلی پروفیسور انګار بنایي د دوهم ځل لپاره ولسمشر اعلان کړ. د اعلان سره سم د کابل په تپو لکه نادرخان، وزیر اکبر خان، د تاج بېګ ماڼۍ، دار لامان ماڼۍ او د چهلستون ماڼۍ خواوشاه د اورونو لمبې پورته شوې او تر سهاره اور لوبې کېدلې.
ټولې رسنۍ د پروفیسور بنایي صیب په ټاکلو خوښي ښودله. د پرمختللي او خپلواک افغانستان ټاکنیز ټیم ویاند ښاغلي حنیف الله سادات بیا بیا د ټلویزیون په پرده راښکاره کېدلو او د بریا په اړه یې خوښي ښودله او له ولس نه یې مننه کوله.
ما او اخنزاده صیب هم ایله د ارام ساه واخیستله. د پنجنشبې په ورځ به دفتر کې موږ عمومي ناسته درلوده سهار مې چې برښنالیک چیک کړ د غونډې وخت او اجنډا دواړه شریک شوي وه. په منډه منډه دفتر ته لاړمه کله چې تالار ته د ننه شوم غونډه د ټاکنیز ټیم ریس ډاکټر نېک محمد محبي ته انتظار وه. تالار کې ناست کسان هر یوه برېتو باندې لاسونه کش کول او د خپلو تورو یادونې کوي. زه هم یوه چوکۍ باندې کېناستمه چې لږ ساعت پس عبادالله آمیري، عبدالاحد اخونزاده، شریف ستانکزی او محبي صیب یو ځای تالار ته رادننه شول.
محیبي صیب ټولو ته ښه راغلاست وویل او له ټولو یې مننه وکړه. محبي صیب وویل، وخت کم مګر کار زیات دی اصلي وخت اوس دی چې د سیمې په کچه دولت باید څه ډول رول ولوبوي. ریس صیب موږ ته دنده سپارلې چې د کابینې لپاره پنځوس سلنه شارټ لېسټنګ باید موږ وکړو او پاتې کابینه باید چې دېرش سلنه له پخوانۍ کابینې چې نتیجه یې مثبته ده راوستل شي او شل سلنه باید د ولسي جرګې غوښتنې په نظر کې ونیسو او ازاد خلک راشي.
د محبي صیب ددې خبرې په اورېدو سره تالار کې بوږنیدا شوه. له اوږد بحث وروسته ځینې ملګري لکه عبدالاحد اخونزاده ته لغمان، زبېر خان نوري ته کابل، زیارت ګل نیازي ته لوګر او رفیق الله ته بلخ، ایمل فرهاد ته د کنړ ولایتونه، ارشاد شینواري ته حج او اوقافو وزارت، وږمه سلیمي ته د عامې روغتیا وزارت او زهیر خروټي ته د ولسمشر لمړي سکرټر وړاندیزونه وشول مګر دوی ته د پرېکړې کولو لپاره وخت ورکړل شو.
دوه اونۍ وروسته پروفیسور انګار بنایي د لمړي مرستیال ښاغلي محمد مصطفی آریا او دوهم مرستیال ښاغلي احمد جاوید همدرد د دوهم ځل لپاره د ولسمشرۍ قسم وکړ او اونۍ وروسته یې خپله کابینه اعلان کړه.
کله چې ټول کارونه پای ته ورسېدل اخونزاده صیب، ستانکزی صیب، ایمل فرهاد او رفیق الله سره د نورو ملګرو د ښاغلي محبي لخوا هلمند ته زموږ د یوې اونۍ تفریحي سفر مصرف په غاړه واخیستلو. د هلمند لښکرګاه څخه نیولې تر بهرامچې پورې مو هلمند له نزدې وکتلو.
په لمړی ورځ د لښکرګاه ښار څخه مارجې او بیا ګرمسیر ولسوالۍ ته د میټرو اورګاډي کې لاړو. د ګرمسیر د میټرو مرکز د جنرال عبدالرازق خان اڅکزي په نوم نومول شوی وو. د لښکر ګاه ښار څخه تر ګرم سیر پورې سړکونه په اساسي ډول رغول شوي وو خو د خلکو زیاتې ګڼې ګوڼې او د سیمې اقتصادي ارزښت اړتیا پېښه کړې وه چې تر خانشین او دیشو ولسوالیو پورې د میټرو لیکه وغزول شي.
په دوهمه ورځ د خانشین ولسوالۍ ته وخوځیدلو. ښاغلي عبدلاحد آخندزاده ددې پر ځای چې موږ خبر کړي مخکې له مخکې یې له یو پخواني ملګري طاهر رشتیا سره پټه اړیکه نیولې وه. ښاغلی رشتیا د خانشین ولسوال وو کله چې خانشین ته ورسیدو رشتیا صیب زموږ د ښه راغلاست لپاره مېټرو په تمځای کې د ګلونو له ګېډیو سره ولاړ وو چې موږ ټول یې په لیدلو حیران کړو. هغه شپه مو له رشتیا صیب سره تیره کړه خوندور مجلس مو وکړ او په بل سهار د بهرامچې په لورې په موټر کې وخوځيدلو.
د بهرامچې ولسوالۍ سیمه د پخوا په څېر نه وه ډېره ابادي پکې شوې وه. د سړکونو غاړې شنو ونو پوښلې وه بزګران لیدل کېدل چې په زمکو یې کولبې کولې. د بهرامچې ولسوالۍ کې د اوسپنې د پټلۍ کارونه په چټکۍ سره روان وه چې د ګوادر له بندر سره ونښلول شي. هغه وخت د مزار او هرات ترمنځ د اوسپنې پټلۍ لیکه په مکمله توګه د پروفیسور بنایي په زیار جوړه شوې وه او د هرات ولایت له تورغونډۍ او د کندهار د سپین بولدک له بندرونو سره نښلول شوې وه.
بهرامچه کې د اوسپنې پټلۍ کې زرګونه خلک مصروفه وه. د اوسپنې پټلۍ د لیکې طرحه د پروفیسور بنایي طرحه وه چې د آسیایي پراختیايي بانک او چین یې دېته قانع کړل چې ددې لیکې ټول مصرف په غاړه واخلي.
وروستي