سیاحت  د عوایدو سرچینه

سیاحت چې انګلیسي کې ټوریزم ورته وایي نن سبا د نړۍ اکثریت هیوادونه د کال میلیونونه ډالر عواید له همدې لارې لاس ته راوړي. ګلوبلایزېشن یا نړیوال کېدل د نړۍ د خلکو لپاره دا زمینه برابره کړېده چې د نړۍ مختلقو هیوادونو ته په اساني سره سفر وکړي.  نوې سیمې وویني له نویو خلکو او کلتورونه سره بلد شي د مختلفو سیمو خواړو هوا او اوبو خوند وڅکي.
 
دا چې د نړۍ طبیعت په مختلف ډول جوړ شوی د یوې سیمې خلک د بلې سیمې خلکو سره یې کلتور عنانات خوراک څښاک توپیر لري چې لیدل یې ورته ډېر خوندور او یا هم کله کله ډېر عجیب تمامېږي. دا چې د یوې سیمې له لیدلو او ورتګ څخه څه لاس ته راوړلی شو یو بېل او ژور بحث دی زه غواړمه چې په د لیکنه کې له سیاحت څخه د عوایدو په لاس ته راوړلو لارو چارو موندلو باندې یو څه ولیکمه.
 
نن نړۍ چې له ټکنالوجۍ برخمنه ده له سیاحت څخه د عوایدو په لاس ته راوړلو او موندلو کې ستر رول لوبولی ده. خصوصا خواله رسنۍ نن سبا د سیاحت یو ستر سبب ګرځیدلی ده چې د سیلانیانو په موندلو کې یې ستر رول لوبولی ده. د نړۍ ګڼ شمېر حکومتونه د سیاحت یا ټوریزم او مالوماتو په نوم وزارتونه او یا هم ځانګړې ادارې او لارښودونه  لري. دوی د سیلانیانو د موندلو او جذبولو لپاره په مختلفو رسنیو کې د خپل هیواد او یا د یوې مشخصې سیمې د بازار موندنې اعلانونه خپروي تر څو د نړۍ خلک یې وویني او د هغوۍ توجه ورته واړوي او سیلانیان مجبوري چې نوموړې سیمې ته ورشي.
 
همدا شان د یوې سیمې له لیدلو پرته ګڼ شمېر نورې لارې چارې دي چې د هغې په مرسته د سیلانیانو جذب کوي. اړونده ادارې مختلف ډوله سیمینارونه، لوبې، د پوهې د کچې د لوړلو سیمینارونه، غونډې، نندارتونونه، فیسټویالونه او ورکشاپونه دایروي چې سیلانیان جذب کړي.
 
دا چې یو سیلاني له خپلې سیمې څخه د بل هیواد سیمې ته ځي مکلف دی د هغه هیواد چې ورته د تګ نیت لري ویزه واخلي. د ویزې فیس، د هوايي پرواز فیس، هوټل یا ځانګړو ځایونو کې د پاتې کېدو مصرف، د ډوډۍ خوړلو مصرف او د هغې سیمې نوموتي لباس یا نور شیانو د اخیستلو مصرف باید ځان سره ولري چې تر بیرته راتګ پورې یې مصرف کړي.
 
د سیاحت ډولونه:
مذهبي سیاحت
د نړۍ د مختلفو عقیدو خلک د مذهبي زیارتونو د لیدلو لپاره یوې سیمې ته تګ کوي هغه ته مذهبي سیاحت ویلی شو. مثلا سعودي عربستان ته هر کال تقریبا شل میلیونه مسلمان د حج د فریضې ادا کولو لپاره ځي. په عراق کې د کربلا سیمې لیدو ته د شیعه مذهب پلویان ځي. فرانسه کې د لاردس کلیسا ته چې هر کال پنځه میلیونه عیسوي سیلانیان ورځي.
 
کورنی سیاحت:
په هیواد کې د ننه سیاحت یې هغه ډول ته ویلی شو چې په هیواد د ننه خلک له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته د سیاحت لپاره ځي. مثلا بلخ ولایت د سخي صیب روضې مبارکې ته تګ، ننګرهار کې د نارنج ګل میلې او کندهار کې د انار ګل میلو ته چې خلک له یو بل ولایت څخه سفر ورته کوي.
 
نړیوال سیاحت:
د نړۍ په کچه د مشهورو ځایونو لیدلو ته نړیوال سیاحت ویلی شو. د نړۍ په کچه هغه سیمې چې د ملګرو ملتونو له یونیسکو سره ثبت دي د نړۍ د ګڼ شمېر هیوادونو خلک یې د لیدلو تلوسه لري. مثلا په هند کې تاج محل، د چین دیوال، د مصر حرمونه، د همالیه غرونه او نور داسې ځایونه دي چې د ټولې نړۍ په کچه سیلانیان لري.
 
د زده کړو سیاحت:
دا چې ننۍ نړۍ په علم او پوهه ودانه ده د نړۍ ګڼ شمېر هیوادونه هڅه کوي چې په لوړه کچه د نړۍ د مختلفو هیوادونو محصلین جذب کړي. په بهرنیو هیوادونو کې نماینده ګي د خپلو پوهنتونونو تعلیمي مرکزونو لپاره غونډې او فیسټیوالونه جوړوي چې د کوربه هیواد محصلین جذب کړي. دوی ورته د تګ راتګ زمینه برابروي د ویزې ورکولو اسانتیاوې رامنځ ته کوي چې هیواد ته یې سفر وکړي.
 
تجارتي سیاحت:
د نړۍ هر هیواد اړتیا لري چې له بل هیواد سره تجارتي اړیکې وساتي تر څو هغه تولیدات چې د دوی په هیواد کې یې اړتیا لیدل کېږي واخلي او هغه تولیدات چې د بل هیواد ضرورت وي دوي پرې وپلوري. تجارتي سیاحت بیا له د ټولو سیاحتونو څخه بدل دی دلته د خلکو تګ کم مګر د پیسو لېږد یې زیات دی. تجارتي سیاحت ځینې وخت په ښو سیاسي اړیکو هم بدلېدلی شي.
 
هغه هیوادونه چې طبیعي زېرمې کمې لري تل په داسې لارو چارو سوچ کوي چې یو نوی شی رواج یا رامنځ ته کړي او د نړۍ سیلانیان ورته را جذب کړي. دوی په رسنیو کې خپل اعلانونه ورکوي د سیلانیانو لپاره د اسانتیاو او تخفیف اعلانونه نشروي چې تر څو د سیلانیانو د جذب وړ وګرځي.
 
دا چې افغانستان د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه دی چې پرېمانه طبیعي زېرمې لري تېر  پنځوس کلونه یې په جنګ جګړو کې تېر شول سیلانیان له لاسه ورکړي دي د نړۍ خلکو ته افغانستان په یو نالیدلي هیواد بدل شوی دی. د نړۍ ګڼ شمېر سیلانیان غواړي چې د افغانستان تاریخي سیمې د تلویزیون له پردې پرته په خپلو سترګو له نزدې څخه وویني مګر د نا امنۍ له امله دلته نشي راتللی. دا مالومه خبره ده چې د بهرنیو سیلانیانو په راتګ سره افغانستان میلیونونه ډالر لاس ته راوړلی شي.
 
په اوس وخت کې چې فسبوک، ټویټر او انسټاګرام د تصویرونو او ويډیوګانو په خپرولو کې ډېر چټک دي زموږ د هیواد څخه د نړۍ خلکو ته تل منفي او له خشونت څخه ډک تصویرونه رسېږي او هیڅوک زړه نه ښه کوي چې افغانستان ته راشي.
 
د نورې نړۍ خلک د خواله رسنیو په مټ د نړۍ سیلانیان جذب کړي خو زموږ د هیواد څخه هره ورځ بوږنونکې ویډیوګانې او تصویرونه خپرېږي او په نتیجه کې موږ سیلانیان له لاسه ورکړي دي. بدبختانه باید ووایو چې زموږ په وطن کې ددې په ځای چې بهرني سیلانیان تر لاسه کړو کورني سیلانیان هم له لاسه ورکړي دي. یو وخت چې ننګرهار د امن کور په نوم یادېدولو ګڼ شمېر کورنۍ سیلانیان لرل مګر په اوسني وخت کې چې هلته امنیتي وضعیت خراب شو خپل سیلانیان له لاسه ورکړل.
 
لکه مخکې مو چې یادونه وکړه هغه هیوادونه چې طبیعې زېرمې کمې لري د سیلانیانو د جلبولو لپاره لارې چارې لټوي او له همدې لارې د کال ملیونونه ډالر لاس ته راوړي. داسې هیوادونه په نړۍ کې شته چې د افغانستان د ملي بودیجې څو چنده اضافه بودیجه یوازې له بهرني سیلانیانو څخه لاس ته راوي.
 
د نړۍ لس هغه غوره هیوادونه چې د سیلانیانو څخه د کال تر ټولو زیات عواید لري:
۱: امریکا متحده ایالات (۴۸۸) میلیارده ډالر
۲: چین (۲۲۴) میلیارده ډالر
۳: جرمني (۱۳۰.۹) میلارده ډالر
۴: جاپان (۱۰۶.۷) میلیارده ډالر
۵: فرانسه ۸۹.۲) میلیارده ډالر
۶: مکسیکو: (۷۹.۷) میلیارده ډالر
۷: ایټالیا (۶۷.۳) میلیارده ډالر
۸: هسپانیه (۶۸.۸) میلارده ډالر
۹: برازیل ۵۶.۳) میلیارده ډالر
۱۰: برطانیه ۱۰۳.۷) میلیارده ډالر
باید یادونه وکړو چې د  افغانستان د ۱۳۹۸ مالي کال ټوله ملي بودیجه (۵.۳) میلیارده ډالر وه.