دبينوا ويب پاڼې مسؤلين او لوستونکي دي ولولي.

دبينوا ويب پاڼې دبي بنياده مالوماتو دخپروی په ځواب کې
داچې ژورناليزم او يا خبري رسنې اوپه ځانګړي ډول خبري ګورټپاڼې چې ويب سايټونه ورته ويل کيږي خلکوته دانټرنيټ يانړيوال جال په مټ دورځني تازه او موثق مالومات په ليکلي بڼه رسوي او دا رسالت هم لري چې بايد هرخبرددقيقو مالوماتو په بنياد خپورکړي اوپه ټولنه کې دټولنيزې اصلاح لپاره کارترسره کړي خو يوشميرويب پاڼوته ځيني اشخاص دژورناليزم سپڅلي کلمې اومسلک څخه لري پاتي شوي دشخصي اړيکو او تعصباتو په بنياد دهيواد په يوشمير ښو شخصيتونو پسي دشخصي تربګنيو او تعصباتو په لړکې ددغه پاک مسلک څخه ديوې نامشروع لارې يعني دغله په بڼه نا سمه ګټه پورته کوي او هغه مالومات يا دژورناليزم په اصطلاح دژيړ ژورناليزم بدکليمات کاروي چې بيخي چټياټ بلل کيږي ليکي او خپراوي .
دخوست پخواني سرپرست والي او اوسنی مرستيال والي ښاغلی الحاج څارنوال طاهرخان صبری چې دغه ولايت ته يي په قومي اوسياسي لخاظ ډېردپام وړکارونه ترسره کړي او لايي هم په دلاره کې هرډول قربانيو ورکولوته ملاتړلي اوتل يي دافغانستان اسلامي جمهوري دولت دنا فذه قوانينو په رڼاکې خپل کارونه ترسره کړي او دقانون ماتوونکوپروړاندي يي ديوپاک او رښتنې افغان بچې په صفت پروخت دپام وړ ګامونه پورته کړي
اوس مهال ديوشمير نالوستو او بدمرغه کسانوله لوري چې دقلم پاکې نوکې عفت نشي ساتلي په نوموړي پسي ځيني داسي بي بنسټه ليکنې اومالومات چې ګواکې نوموړي دولايت ځيني بل لوري ته تللي او يايي هم ځيني سياسي بنديان پخپل سر خوشي کړي دشخصي تعصباتو څخه ډکې بي اساسه ليکنې خپرې کړي او دويب پاڼو مسؤلين هم مخکې له دي چې په رښتنې حقيقت ځانونه پوه کړي دهغوي ورکړي ليکنې په خپلو ويب پاڼوکې ساتي اودخپرولو اجازه ورکوي نو دژورناليزم پاک مسلک ته په کتو دغه شان ليکنې هغه بي ځايه تبليغات دي چې هيڅوک يي د ليدلو اوريدلو او ياهم دلوستلو زغم او حوصله نلري.
نو داچې نوموړی ښاغلی دژورناليزم پاک او سپڅلې مسلک نه ناخبره دي او نه پوهيږي چې داډول بي اساسه ليکنو خپرولو لپاره دافغانستان نافذه قوانينو اومطبوعاتو قانون په رڼاکې کومه سزه ټاکل شوي پخپل سري توګه خپلې ليکنې ويب پاڼوته ورکوي چې هيڅ حقيقت نلري
ځکه که دنوموړي ښاغلي چې په ناپاکو ګوتو دقلم عفت ندی ساتلی خپلې خبرې اومالومات ريښتنې کولاي نشي هغوي کولاي شي چې دخوست څارنواليو او يا هم دخوست اوسني والي له دفتره خپل مالومات واخلي چې حقيقت څه دي ؟
اوترڅنګ دهغه شخص چې نوموړې ښاغلې يي په هکله بي غيردکومو مالوماتو يو څه دخلکو وخت ضايع کولو لپاره ليکلي اړيکه ونيسي.
نو کله چې دا هرڅه بي اساسه او بي بنياده دي نو زمونږ غوښتنه ده چې يادې زرګونه تنه لوستونکي دپښتانو ويب پاڼې دي دبي بنياده خبرونو خپرولو څخه په کلکه ډاډه وکړي اوترڅنګ هغه دژورناليزم پاک مسلک ته سپکوي کوونکي تن دي چې دکومو مالوماتو بيغرددوي ويب سايټ ته مالومات ورکړي افشا او هغو کسانوته چې په دوی پسي يي دشخصي تعصباتو په بنياد څه ليکلي او دقلم عفت يي نه دي ساتلی په ګوتو ورکړي ترڅو ورسره دهيواد نافذه قوانينوپه رڼـاکې عمل ترسره شي.
که دبينوا ويب پاڼې مسؤلينو زما ديادې غوښتنې پربنياد چې ماته دهيواد نافذه قوانينو په رڼاکې داحق راکړل شوي زه به بياخپله ياده ستونزه او ديادې ويب پاڼې مسؤلينو سره دقانوني چلند ترسره کيدا لپاره او دژروناليزم پاک مسلک ته دلا درناوي په عرض دافغانستان ترسترې محکمې تر دروازې پوري ورسوم .
په درنښت دخوست پخواني سرپرست والي او اوسني مرستال والي الحاج طاهرخان صبري.