
روهي (نۍ/۱۹ د غبرګولي)، د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان په روسيه کې د روانې مياشتې د فوټبال د لوبو نندارې ته ځي او هلته به له ولسمشر پوتين سره هم وګوري.
په روسيه کې دولتي رسنيو ويلي، چې شهزاده محمد بن سلمان به د جون له ۱۴ مې نېټې وړاندې مسکو ته راشي او د فوټبال د نړيوالو لوبو د پرانيستې په مراسمو کې به برخه واخلي.
ټاکل شوې ده چې د فوټبال د نړيوال جام لومړۍ لوبه د ولسمشر پوتين او شهزاده محمد بن سلمان په شتون کې د روسيې او سعودي عربستان ترمنځ تر سره شي.
سعودي عربستان له دې وړاندې يوه فتوا هم ورکړې وه، چې مسلمان لوبغاړي او ننداره کوونکي کولی شي، به روسيه کې د لوبو د نندارې او سفر په وخت کې روژه ماته کړي.
د فوټبال د نړيوال جام لوبې به د روانې مياشتې په ۱۴ نېټه د مسکو په شمول د روسيې په ۹ لویو ښارونو کې پيل شي.