د پاکستان نوی لومړی وزیر (ناصر الملک‬) وپېژنئ

د پاکستان نوی لومړی وزیر (ناصر الملک‬) وپېژنئ
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
زوه کړه او کورنی ژوند:
ناصر الملک د کامران خان زوی چې په ۱۹۵۰ ز کال کې د خيبرپښتونخوا په سوات دره کې زېږدلی دی. نوموړی په يوه سياسي او شتمنه کورنۍ کې را لوی شو. د ناصر الملک پلار کامران خان د ۱۹۷۳ او ۱۹۷۷ ز کالونو په منځ کې د پاکستان د مشرانو جرګې غړی وو او همدا ډول د نوموړي کوچنی ورور شجاع المالک د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۹ په منځ کې د مشرانو جرګې غړی او سناتور پاتې شوی وو.

زده کړې:
ناصر الملک د ښوونځۍ دورې زده کړې په سوات دره کې بشپړې کړې وروسته يې د ښکلو هنرونو په برخه کې د جهانزيب په نوم کالج کې دوه کاله زده کړې تر سره کړې. نوموړي د قانون يا حقوقو په برخه کې د ليسناس سند؛ په ۱۹۷۲ ز کال د پيښاور پوهنتون څخه تر لاسه او په هم هغه وخت کې د پوهنتون د وړ او فعالو مصحلينو څخه وو. د قانون او حقوق په برخه کې د نورو لوړو زده کړو لپاره انګلستان ته لاړ او د (مدافع وکيل) په برخه کې يې هلته هم د څلورو کالونو لپاره زده کړې وکړې.

دندې:
د قانون په برخه کې د زده کړو له بشپړتيا وروسته ناصر الملک د پيښاور په محکمه کې په دنده وګمارل شوو او نېږدې ۱۷ کاله يې د قضاء په برخه کې دندې په پښاور کې تر سره کړې. نوموړی د قضاء د دندو سره په عين وخت کې د پيښاور په پوهنتون کې استاد هم پاتي شوی او ورسره په څنګ يې په نور عدليي او قضايي ارګانونو کې غړتيوب درلود او کار يې په کې کړی دی.

- ۱۷ د پښاور په محکمه کې د قاضي په توګه
- په ۱۹۸۱ ز کال کې يې د پښاور د محکمې د منشي په حيث دنده واخېستله
- په ۱۹۹۰ ز کال کې يې د پښاور محکمې د مشر يا رئيس دنده په غاړه واخېسته
- په ۱۹۹۳ ز کال کې د خيبرپښتونخوا ايالت د (عمومي مدافع) په حيث دنده پيل کړه
- ناصر الملک په ۲۰۰۴ ز کال کې د پښاور محکمې قاضي القضاوت شو او يو کال وروسته د پاکستان سترې محکمې ته لاړ او هلته يې د قاضي په توګه دنده پيل کړه

ناصر الملک‬ په سياسي ډول د پاکستان نواز شريف ګوند پلوی دی او په همدې اساس د نواز شريف په مشرۍ د پاکستان د واکمن مسلم ليګ ن ګوند او د حکومت د اپوزېسيون د هوکړې وروسته د تېرې جمعې په ورځ په رسمي ډول لوړه وکړه او د دوو مياشتو لپاره د پاکستان لنډمهاله لومړی وزير وټاکل شو.

نوموړی به د جولای مياشتې پوري د پاکستان لومړی وزير وي او پر وړاندې به يې ترټولو لويه چاره راتلونکې ټاکنې وي، چې په جولای مياشت کې به تر سره شي.

د پاکستان په تېرو پنځو کالونو کې د نواز شريف په شول ناصر الملک‬ د ياد هېواد درېيم لومړي وزير دی چې شاهد خاقان عباسي وروسته يې کار پيل وکړ.