وینم تل خوب کې دې اشناعجب کارونه کوې
پټه ښکاره شې دماشوم په شان نازونه کوې
ستوري کړې غونډدتورې شپې دسمندرله غيږې
اميل ترې وپېیې دځان پرې سينګارونه کوي
سپوږمۍ راوخلې دنرۍ پوزې پيزوان ترې جوړکړې
دښاپيروپه شان اداکړې ،مکيزونه کوې
عطردګلوپرځان وشيندې،خوږبوی کړې فضا
زماپرنتلي زړه جادوکړې منترونه کوې
ښکلې،ښايښته ،نري دسروزرو وزر وباسې
ګډه پرسيل شې پرسروګلوپروازونه کوې
مينه وې مينه سراپا،قاراوغوسه دې نه وي
غيږکې مې کينې لکه ګل ،راته نکلونه کوې
(منتظر) ډوب په سمندردمينې ځان مې ورک شي
خدای ته کړم خواست که دې کړم ويښ ،دابه ظلمونه کوې
منتظر مسيد
۱۷/۲/۲۰۱۰
پيښور
وروستي