ياخــــوآشنا صفـــــا دمينـــې نـــــــــه ځواب راکړه
يامې درخپل کړه په سينه دې ځای دخواب راکړه
ناصحه نور يم ستړی شوی ستا لــــه ډيرې وينا
چـــــې مينه عشق ګڼي روا هغـــــه کتاب راکړه
چې تداوي مې پردړزه [سروي پنځري] وکړم
راله درمل دې دپستوسروشونډوناب راکړه
نن به دمينې په [ميندار]کې سره تش کړوزړونه
مطربــــــــه ته واخلـــــه منګی ماته رباب راکړه
شيخـــــــــه روا،نارواټول تا په ټيکه اخيستي
ماته خـــــــــوهم ترينه لږ برخــــــــه دثواب راکړه
چې ومه ځوان ترينه به سوال دعیش دولت مې کاوه
اوس ورته خواست کړم داټول واخله خوشباب راکړه
شيخ سوداګردی په بدل کې دسجدې ترې غواړي
رمـــــه دحـــــــــورو را، سيندونـــــه دشراب راکړه
زه (منتظر) دهوساژونددعاپدې دنياکـــــړم
هلته هم ګوټ وړوکی ليرې له عذاب راکړه
منتظر مسيد
۱۹/۲/۲۰۰۹
پېښورـ شمالي پښتونخوا
وروستي